د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

احتمالاً ککړ چاپیریال انسانانو کې د هېرېدنې ناروغۍ لامل کېږي


یوه نوې ساینسي څېړنه ښيي چې احتمالاً ککړ چاپیریال په انسانانو کې د هیریدنې یا المزایمر د ناروغۍ باعث کېږي.

د بریتانیا او مکسیکو د ساینسپوهانو د ګډې تحقیقاتي پروژې موندنې ښيي چې احتمالاً د ککړ چاپیریال مقناطیسي ذرې به په انسانانو کې د هیریدنې یا المزایر د ناروغۍ یو عامل وي.

د لنکاسټر Lancaster University پوهنتون استادې بارباراماهر Barbara Maher او د هغې همکارانو پر ۳۷ کسانو له تحقیقاتو وروسته د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې وکړي. په دې کسانو کې له ۳ کلنو ماشومانو نیولې تر ۹۰ کلنو پورې ناروغان شامل و.

دا ساینسپوهانو وايي، د بریتانیا په مانچستر ښار او مکسیکو سیټي کې په المزایر ناروغۍ د دې اخته کسانو په ماغزو کې یې په زیاته کچه د ککړ چاپیریال- پلوشن ذرې موندلې.

دا دواړه هغه ښارونه دي چې د ککړ چاپیریال له کبله نوم لري.

که څه هم دا ساینسپوهان د المزایمر په زیاتولو کې د ککړ چاپیریال د ذرو ونډه د پام وړ بولي خو دا څېړنه تردې دمه د نړۍ د معتبرو ساینسي ادارو له خوا نه ده تایید شوې.

برتانوۍ ساینسپوه باربار ماهر وايي چې دا موندنې د دوی د څېړنو نتیجه ده او هغه څه چې اوس باید ترسره شي دا دي چې د الزایمر لپاره د ککړ چاپیریال د زهري ذرو احتمال د مهم عامل په توګه په بشپړ ډول وڅیړل شي.

پروفیسره ماهر چې د دې پروژې مشري کوي وايي، د هغو ذرو په اړه چې په ککړ چاپیریال کې شته باید نوره څېړنه هم وشي ځکه دا ذرې خورا قوي او خلک یې عملا له ګواښ سره مخامخ دي. میرمن ماهر وايي، د مقناطیسي ذرو لپاره په ماغزو کې ځای نشته نو ځکه زهري اثرات لري.

ککړ چاپیریال نړیوال صحي کړکیچ دی چې د ایچ آی وي ایډس او ملاریا تر ګډو تلفاتو زیات قربانیان لري او له ډیرې مودې راهیسې د سږو او زړه د ناروغیو او مغزي سکتې عامل هم ګڼل کیږي، خو برتانوي او مکسیکويي ساینسپوهان وايي د الزایمر په ګډون د ماغزو د ورستیدو، د دماغي ناروغیو او د حافظې د کمزوري کیدو علت هم ککړ چاپیریال دی.

XS
SM
MD
LG