د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

ایران ۱۹۷ افغان بندیان افغان چارواکو ته وسپارل


۱۹۷ تنه افغانان چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو، د اسلام قلعې د پولي له لارې افغان چارواکو ته تسلیم شول.

د لویې څارنوالۍ د ازادۍ د سلب په سیمو د نظارت رئیس څارن پال عزیز احمد سرباز ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو سپارل د هغې موافقې له مخې شوې دي چې د دواړو هېوادونو، ایران او افغانستان تر منځ موجوده ده.

ښاغلي سرباز وویل چې د دې ډېری هغه کسان دي چې په ایران کې د مخدرو توکو د لیږدولو یا قاچاق په تور نیول شوي وو.

ده وویل چې د ایران حکومت دا کسان په اوږدو حبسونو او ان اعدام محکوم کړي وو:

"دغه ۱۹۷ تنه افغان اتباع چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو؛ د هغې موافقې له مخې چې د هېوادونو تر منځ د بندیانو د بدلولو په برخه کې موجوده ده افغان چارواکو ته تسلیم شول. د دې ډیری هغه کسان دي چې په ایران کې د مخدرو توکو د لیږدولو یا قاچاق په تور نیول شوي وو."

د افغانستان د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې دغه بندیان د زاهدان، سمنان، هرات او مازندران په زندانونو کې اچول شوي وو.

عزیز احمد سرباز وایي چې افغانستان هم د ایران ۲۳ تنه اتباع چې په افغانستان کې بندي وو ایران ته تسلیم کړي دي.

ده وویل، د دې کسانو ډیری په افغانستان کې د جنايي جرمونو له امله بندیان شوي وو.

"موږ څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې د ایران د اسلامي جمهوريت ۲۳ تنه د همدغې موافقې له مخې هغه حکومت ته په لاس ورکړل او د الوتکې په واسطه ولیږل شول."

را رسېدلي بندیان شکایت کوي چې د ایران د مجبوسونو مآمورینو ورسره بد چلند کاوه.

دوی د افغانستان له حکومته غواړي چې د افغانستان د قانون له مخې د خپلو جرمونو سزا ورباندې تطبیق شي.

راغلي افغانان وایي:

"موږ له خپل ولایته هیله من یو چې د خپل قانون له مخې موږ سره چلند وکړي. هلته له موږ سره بد چلند کېده. زما نه یې درې سوه ګرامه توکي وایستل او توکي اصلاً زما نه وو، څلور تنه ایرانیان راسره وو، هغوی یې ټول خوشې کړل او ماته یې د بند سزا راکړه. زه یې د دار کړۍ ته هم بیولی وم. زه نهه کاله په زندان کې وم. دومره بد چلند راسره شوی چې که ووایم ډېر کسان راته په ژړا کېږي. موږ یې ډېر توهینولو او ان نه یې پریښودو چې د جماعت لمونځ وکړو."

د افغانستان د لوی څارنوالۍ د خبرونو له مخې دا پریکړه لیک د دواړو هېوادونو تر منځ په ۱۳۸۶ ه ش کال لاسلیک شوی دی.

افغانستان ورته پریکړه لیک د تاجکستان او روسیې سره هم لاسلیک کړی دي.

د لویې څارنوالۍ د ازادۍ د سلب په سیمو د نظارت رئیس څارن پال عزیز احمد سرباز وایي؛ د همدې پریکړه‎لیک پر بنسټ څه ناڅه درې سوه تنه افغان بندیان د تاجکستان له هېواده افغانستان ورکړل شوي دي.

د ده په وینا همدا اوس ۵۰۰۰ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

ده هیله څرګنده کړه چې د همدې پریکړه‎لیک پر بنسټ به وکولای شي نور شمېر افغان اتباع هم بېرته وطن ته راولي.

ده وویل چې همدا اوس لږ او ډېر شپيته تنه ایراني اتباع د بېلابېلو جرمونو په تور د افغانستان په زندانونو کې پراته دي.

څه نا څه دوه کاله مخکې د ایران حکومت د ۱۴ ښځو په ګډون ۱۹ تنه افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل. دا کسان هم ایران ته د مخدرو توکو د لیږدونې په تور نیول شوي وو او اوس د هرات په زندان کې دي.

دوی د افغانستان له حکومته هیله لري چې د حبس پاتې برخه یې د افغانستان د حکومت له‎خوا وبخښل شي.

XS
SM
MD
LG