د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

فعالان: که د ننګرهار بریښنا جوړه نشي د ولایت دروازې به وتړو


دوه اوونۍ پوره شوې خو لاهم د ننګرهار او لغمان ولایتونو د بریښنا ستونزه نه ده حل شوې او مدني فعالان د دې ستونزې په حل کې ولایتي او مرکزي اداره ګرمه ګڼي.

مدني فعال شکر الله مشکور وايي، د ننګرهار ولسونه د ګرمۍ په سره تاو کې سوځي او په روغتونونو کې ناروغان کړيږي خو حکومتي او ولسي مشرانو تر اوسه د خلکو پر ستونزو سترګې پټي کړي او دا ستونزه يې عادي بللې ده.

نوموړي وويل، د دې ولایت ولسونو، ځوانانو او مدني فعالانو پریکړه کړې که تر راتلوونکو دوو ورځو پورې د بریښنا ستونزه اواره نه‎شي دوی به د ولایتي ادارې دروازې وتړي.

ښاغلی مشکور زیاتوي:

"ولس له ستونزو سره مخ دی او هېچا د دې ولس غږ وانه ورېده نو په همدې خاطر د ننګرهار ولسونو، ځوانانو او مدني فعالانو تصمیم ونیو چې که تر راتلوونکې شنبې ورځې پورې بریښنا رانه‎شي موږ به د ولایتي ادارې دروازې وتړو، خیمې به ووهو او له مرکزي حکومت سره به پریکون اعلان کړو."

بل‎خوا د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼي وايي، ولایتي اداره د ننګرهار د بریښنا ستونزې د حل لپاره اوږدمهاله او لنډ مهاله پروګرامونه په پام کې لري چې په خبره يې په لنډمهاله پروګرام کې د سيمې قومي مشرانو پر مټ يې هلې ځلې روانې کړي تر څو په بادپښ کې د بریښنا مزي بېرته راوتړي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

"لنډمهاله پلان د ولسونو د خبرو له لارې ترسره کېږي موږ هغه شرطونه چې زموږ پالیسې تر سوال لاندې راولي هغه نه منل کېږي زموږ هڅه دا ده چې د خبرو له لارې د بریښنا مزي راوتړو."

دا لومړی ځل نه دی چې په بادپښ کې د نغلو څخه تېره شوې بریښنا پرې کېږي تېرکال هم په سخته ګرمۍ کې کله په بادپښ او کله په په اُزبین کې ننګرهار ته تېره شوې بریښنا په وار وار قطعه شوې ده.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG