د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

افغان حکومت خپلو ځواکونو ته دارو، درمل له هندي کارخانو پیري


افغان حکومت له دې وروسته د افغان ځواکونو لپاره دارو، درمل له معتبرو هندي کارخانو څخه پیري.

له افغانستان سره د هند د یو میلیارد ډالرو د مرستې او اقتصادي تفاهم لیکونو د لاسلیک ترڅنګ افغان حکومت وايي چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو دارو درمل هم له معتبرو هندي کارخانو څخه وپیري.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې هند ته د ولسمشرمحمد اشرف غني د لاسته راوړنو په اړه وویل:

"په لومړۍ مرحله کې به د افغانستان دولت د امنیتي ځواکونو لپاره د اړتیا وړ درمل د هند له معتبرو کمپنیو څخه وپیري او دا لړۍ به پیل شي، وروسته وګورو چې څنګه له هنده د درملو د اخیستلو لړۍ ته پراختیا ورکولای شو."

ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په دریمه ورځ په یوه رسمي دوه ورځني سفر هند ته ولاړ او هلته یې له هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو درې تقاهم لیکونه لاسلیک کړل چې په هغه کې دا هوکړه هم وشوه چې افغانستان به له دې وروسته د امنیتي ځواکونو لپاره دارو درمل له معتبرو هندي کارخانو څخه پیري .

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د افغانستان پنځه نوي سلنه دارو درمل چې په کلنۍ کچه یې ارزښت څلور سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي له پاکستان، ایران او هند څخه واردیږي چې کیفت یې هم دومره ډاډمن نه دی.

خو اوس هارون چخانسوري وايي، ولسمشر د هند له حکومته غوښتي چې کم تر کمه د درمل جوړولو پنځه کمپنۍ دوی ته پیشنهاد کړی څو افغانستان ترې د خپلې اړتیا وړ درمل وپیري.

اقتصادي کارپوهان د افغان حکومت له دغه اقدام څخه هرکلي کوي .

اقتصادي کارپوه عرفات ساپی وايي:

"نه یوازې هند بلکې له نورو هېوادونو سره دغه زمینه لکه هندوستان سره چې مساعده شوې که مساعده شي دا به د افغانستان او هغه مربوطه هېواد لپاره اقتصادي او د اړیکو په نږدې والي کې مثبت اغیز ولري."

ښاغلی ساپی وايي، ښايي له هنده د درملو واردول افغان حکومت ته ګران تمام شي خو دا چې واردیدونکي درمل ښه کیفت لري کولای شي د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ښو روغتیايی خدمتونو په برخه کې ګټور تمام شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG