د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

افغانستان فوټبال کې سریلانکا ته ۲۲ د صفر په مقابل کې ماته ورکړه


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې نن پنجشبې په هندوستان کې د فوټبال سبروټو کپ سیالۍ پيل شوې.

د سبروټو کپ سیالۍ چې هر کال په هند کې ترسره کېږي د اسیا څخه يو شمېر هېوادونه په کې ګډون کوي چې افغانستان هم په کې شامل دی او سږکال په کې د افغانستان د ۱۴ کلنو او ۱۷ کلنو د نجونو او هلکانو لوبډلو ګډون کړی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، په سبروټو کپ سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په شپږو ګروپونو وېشل شوي چې افغانستان په ډي ګروپ کې له خپلو سیالانو سره د لوبو ډګر ته ځي.

د کارګر د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې په پوره چمتووالي سره دغه سیالیو ګډون کړی او د افغانستان د ۱۴ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې په‎خپله لومړۍ لوبه کې د سریلانکا د ۱۴ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ته ۲۲ د صفر په پایلې سره سخته ماتې ورکړه.

ښاغلي کار ګر وايي :

"زموږ دواړې لوبډلې ښه چمتووالی لري، د هلکانو د ۱۴ کلنو لوبډله ده چې اوس‎مهال په هند کې ده او خپله لومړۍ لوبه یې په بریالی سره پای ته رسولې،همدارنګه د نجونو د ۱۷ کلنو لوبډله ده چې د هلکانو د سیالیو پای ته رسېدو وروسته به د سیالیو لپاره هند ته ولېږل شي."

افغانستان د فوټبال د ۱۴ او ۱۷ کلونو ملي ټیمونو تېرکال هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی و او توانېدلی و چې دویم مقام خپل کړي.

د دغو سیالیو په اړه د ورزش د برخې شنونکی صمیم پام بیا وايي چې دغه سیالۍ په ټوله کې د افغانستان د ورزش لپاره ښه دي خو دومره ګټور ځکه نه‎دي چې د افغانستان د فوټبال کچه له دغو سیالیو پورته ده.

"دغه سیالۍ نه‎شي کولای زموږ د لوبغاړو په تخنیکي مهارتونو خاص اغېز ولري ځکه زموږ د لوبغاړو سویه له دغو سیالیو پورته ده."

ښاغلې پام زیاته کړه چې د دغو سیالیو ترسره کولو اساسي ګټه د افغانستان لپاره دا ده چې اړیکې يې د نړیوالو فوټبال فدراسیونو سره ټینګیږي او دا زموږ لپاره ډېر اهمیت لري.

دا سیالۍ په داسې حال کې تر سره کېږي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال په برخه کې د یو شمېر ستونزو څخه شکایت کوي او واېي چې له تېرو نهو میاشتو څخه يې خپله ځانګړي شوې بودیجه نه ده تر لاسه کړې او دا کار پر ورزش او لوبغاړو بد اغېز لري.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG