د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

د امریکا ولسمشرۍ ته کاندیده کلنټن د سږو په ناروغي اخته شوې


وروسته له هغې چې پرون د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلینټن د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د پنځلسمې کلیزې له مراسمو په ناڅاپي توګه ووتله د نوموړې ډاکتر ویلي چې مېرمن کلینټن د سږو د التهاب ناروغي لري.

د هیلري کلینټن ډاکترې لیزا بارډاک په یو بیان کې ویلي، هغو معایناتو کې چې د تېرې جمعې په ورځ شوي تشخیص شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیده د سږو د التهاب په ناروغۍ اخته ده.

همدارنګه نوموړې د حساسیت له کبله له پیدا شوي ټوخي هم رنځ وړي.

ډاکتر لیزا ویلي، په هغو مراسمو کې چې په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د پنځلسمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو کلینټن د ګرمې هوا له کبله د وجود د اوبو له کمې سره مخ شوې وه.

دې ډاکترې زیاته کړې چې په همدې ورځ وروسته هیلري کلنټن په کور کې معاینه شوه چې د رغېدو په حال کې وه.

د ډیموکراټ ګوند دې کاندیدې ته انتي بایټیک ورکړل شوي او ډاکترې یې ورته د ارام کولو سپارښتنه کړې.

د هیلري کلینټن د انتخاباتي کمپاین چارواکو ویلي، نوموړې کلیفورنیا ته هغه سفر لغوه کړی چې ټاکل شوې وه د سیپټمبر په ۱۲ او ۱۳ نېټه یې ترسره کړي.

اته شپیته کلنه کلینټن د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د هغو ګڼو چارواکو په منځ کې وه چې پرون د نیویارک ښار په ګراونډ زیرو کې د سپټمبر د يوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو د پنځلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې راټول شوي وو.

دا هغه سیمه ده چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سیپټمبر په یوولسمه نېټه په کې د ترهګرو بریدونو په وسیله د نړیوال سوداګریز مرکز دوه اسمانڅکې ودانۍ له مځکې سره سمې شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو دا پخوانۍ وزیره په غونډه کې له نوي دقیقو تېرولو وروسته له مراسمو په ناڅاپي توګه ووتله.

​په هغه ویډیو کې چې ورته نژدې ولاړ یو کس ثبت کړې ښکاري چې کلینټن یو څه بې توازونه ښکاري او یو همکار یې ورسره موټر ته په پورته کېدو کې مرسته کوي.

د هلیري کلینټن د جمهوري پال سیال ډونالډ ټرمپ پلویان هڅه کوي چې دا پېښه داسې وښيي چې ګوندې هیلري له فزیکي پلوه د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته چمتو نه ده.

د نوموړي د سیاسي رقیب ډونالډ ټرمپ پلویان د ۲۰۱۲ میلادي کال په سیپټمبر میاشت کې پر هغې د بې هوښۍ یوې حملې ته اشاره کوي.

د نوموړې ډاکترې هغه مهال دا پېښه د معدې د ویروس او د بدن د اوبو د کمښت له کبله بللې وه.

خپله هیلري کلینټن ددې د روغتیايي وضیعت په اړه ټولې اوازې بې بنسټه توطیې بللي دي.

XS
SM
MD
LG