د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

مسؤلین: وروستیو ناامنیو په ورزشي فعالیتونو منفي اغېز کړی


د افغانستان د ځینو ولایتونو ورزشي مسؤلین وايي چې په هېواد کې وروستیو ناامنیو په ورزش او یو شمېر لوبغاړو په ورزشي فعالیتونو منفي اغیز کړی دی.

د جوزجان او بغلان ورزشي امرینو نن ازادي راډیو ته وویل چې ځیني لوبغاړي په داسې سیمو کې دي چې هلته ناامنۍ دي خو بیا هم له ستونزو سره سره ورزش مخ ته وړي.

هغوی وايي چې له همدې امله ځیني سیالۍ ځنډیدلي دي.

خو ځیني لوبغاړي بیا وايي چې ورزش د سولې پیغام لري او په هر حالت کې ورزش ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG