د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۹

ځواک: هلمند کې قومي مشر حاجي ظاهرخان ووژل شو


هلمند کې قومي مشر حاجي ظاهرخان د نا معلومو وسله‎والو له لوري ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي چې وسله‎والو په ګرمسیر کې حاجي ظاهرخان له خپل کوره اېستلی چې وروسته یې مړی کور ته څېرمه موندل شوی دی.

د هلمند د سولې د ولایتي کمېټې مسؤل داوود فرهنګ وايي، حاجي ظاهر د طالبانو له لوري په دې پلمه وژل شوی چې د قوم مشري یې کوله خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG