د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ولسي جرګه: افغان حکومت باید کابل کې د ایران سفیر احضار کړي


د افغانستان ولسي جرګه او خلک د افغان کډوالو سره د ایران د پولیسو ناوړه چلند یو بشري ضد عمل او انساني کرامت ته سپکاوی بولي او دغه عمل غندي.

له هغه وروسته چې ایراني پولیسو د شېراز په ښار کې په یوه نندارتون کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال په وسپنیزو قفسونو کې نندارې ته وړاندې کړل، د افغانستان د ولسې جرګې غړیو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ایران سفیر احضار کړي.

د ولسې جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون یو شمېر غړیو ازادي راډيو ته په خبرو کې د ایران د پولیسو دغه عمل د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو تړونونو خلاف کار وباله او ټینګار یي وکړ چې باید ډېر ژر د ایران حکومت په دې برخه کې وضاحت ورکړي.

د دغه کمېسیون مرستیال جعفر مهدوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"لومړی باید د ایران له دولت څخه وضاحت وغوښتل شي، د بهرنیو چارو وزارت باید د ایران سفیر احضار کړي او له دوی څخه توضیحات وغواړي، د ایران حکومت باید ډېر ژر هغه تدابیرو ته چې اړتیا ده ونیسي او هغه څه چې په نړیوالو حقوقو کې یي وړاندوینه شوې ورته د قناعت وړ ځواب ولري."

ښاغلي مهدوي همدارنګه وویل چې د ولسې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون به ډېر ژر له هېواده بهر د افغانستان د اتباعو د حقونو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکي هم د ایران د پولیسو دغه عمل غندي او وایي چې افغان حکومت باید په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو اتباعو له حقونو څخه دفاع وکړي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکي تمیم او صمیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان دولت باید له خپلو اتباعو څخه دفاع وکړي باید له ایران سره د ډيپلوماټیکو لارو مخ ته ولاړ شي او پر ایران فشار راولي چې د افغانانو سره ښه چلند وکړي او مرسته ورسره وکړي، دولت نور څه کولای نه شي دولت ډېر کمزوری دی."

"په ایران کې د افغانستان سفارت دی، هغوی ددې مسؤل دي چې د افغانانو پوښتنه وکړي حکومت باید جدي اقدام وکړي."

د تېري اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د ایران پولیسو په شېراز ښار کې د خپلو لاس ته راوړنو په یوه نندارتون کې د مخدره موادو، الکولي مشروباتو ترڅنګ، یو شمېر نیول شوي افغان کډوال هم په تړلو سترګو په وسپنیزو قفسونو کې اچولې او نندارې ته ایښې وه.

له دغه نندارتون وروسته یو شمېرافغاني او ایراني سیاسي او ټولنیز شخصیتونو او د ټولنیزو پاڼو چلوونکو په خپلو پاڼو کې پر دې موضوع سخت اعتراضونه کړي دي.

خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې دغه وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په همږغۍ غواړي له ډیپلوماټیکو لارو څخه دا موضوع وڅېړي.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار حفیظ میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې دغه قضیه په جدې توګه وڅېړي.

حفیظ میاخېل
حفیظ میاخېل

هغه زیاته کړه:

"موږ دغه عمل په کلکو ټکو غندو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دغه غیر انساني عمل دي په جدي توګه وڅېړي او د پېښې عاملین دي، د قانون منګولو ته وسپاري او موږ هم دغه موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره په همږغۍ له ډیپوماټيکو لارو څارو."

ښاغلی میاخېل همدارنګه وایي چې د ایران د پولیسو دغه عمل د بشري حقونو ضد او د کډوالو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شته تړونونو خلاف دی.

د افغانستان د ولسې جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال جعفر مهدوي وایي چې له دې مخکي هم په مشهد، تهران، اصفهان، شېراز او د ایران په نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند شوی دی.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG