د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ولسمشر غني: د افغانستان دښمن له انزوا سره مخ دی


افغان ولسمشر وايي چې حکومت یې کمزوری نه دی بلکې پردي پالو د خپل بادار د کمزروي کېدو له امله حملو ته زور ورکړی دی.

ښاغلي غنی وايي، د افغانستان دښمن له انزوا سره مخ دی او له همدې امله هڅه کوي چې په دې هېواد کې وضعیت خراب کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ یې د شهید اوونۍ په اړه جوړو شوو مراسمو ته په ارګ کې وینا کوله وویل چې حکومت یې ناکامه نه دی بلکې د دښمن هڅه دا ده چې د خپل بادار انزوا ته د تلو غچ واخلي.

هغه زیاته کړه:

"د پردیو فشار له دې امله نه دی زیات شوی چې موږ ناکام شوي یو، بلکې له دې امله دی چې په زړه کې یې درد دی چې بادران یې انزوا ته تللي او خپله د جنګ په ډګرونو کې ماتي خوري."

نوموړي که څه هم په دې غونډه کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو له دې مخکې حکومت ویلي چې د نړیوالې اجماع له جوړېدو سره پاکستان له انزوا سره مخ دی.

ښاغلي غني پر ملت غږ وکړ داسې کسان چې افغانستان د سیاسي او ملي اجماع څخه باسې هسې له انزوا سره داسی مخ کړي لکه دولت چې بهرني دښمنان له انزاو سره مخ کړي دي.

غني:حکومت ناکامه نه دی بلکې د دښمن هڅه دا ده چې د خپل بادار انزوا ته د تلوغچ واخلي.
غني:حکومت ناکامه نه دی بلکې د دښمن هڅه دا ده چې د خپل بادار انزوا ته د تلوغچ واخلي.

هغه زیاته کړه:

"که څو وسیلې یې وتړې نارې یې اسمان ته رسېږي، په دې ستر ملت زما غږ دا دی چې تاسې یې رد کړی، تاسې یې هم انزوا ته بوځی، لکه چې دولت مو د افغانستان پردي دښمنان انزوا ته رسولي دي."

ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال د مخ پر زیاتېدونکي امنیتي وضعیت دلیل بهرني فشارونه بولي چې سږ کال د افغانستان بېلابېلې سیمې له سختو امنیتي ګواښونو څخه تېرېږي.

خو ښاغلی غني وايي چې د امنیتي ځواکونو مبارزه یې واقعي سپیڅلی جهاد دی او افغانستان به د تروریزم په ګور بدلېږي.

هغه وویل په داسې حال کې چې د نړی معتبرو عالمانو په افغانستان کې د روانو جګړو په ضد فتواوې ورکړي نور د ده په خبره دلته جنګېدونکي ډلې د جنګ هیڅ جواز نه لري.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شهید اوونۍ په خاطر جوړې شوي دې غونډې ته وویل چې په وضعیت د برلاسي کېدو لپاره افغان امنیتي ځواکونه د ملي یووالي دحکومت ښه ملاتړ لري.

عبدالله: افغان امنیتي ځواکونه د ملي یووالي دحکومت ښه ملاتړ لري.
عبدالله: افغان امنیتي ځواکونه د ملي یووالي دحکومت ښه ملاتړ لري.

هغه زیاته کړه:

"یوه شېبه هم ځانته حق نه ورکوو چې خدای مکړه داسې څه وشي چې زموږ د ځواکونو د کمزوري کېدو سبب شي په دې برخه کې موږ ټول یو لاس، یو غږ او متحد یو هر وخت او په هره موقع کې."

ښاغلي عبدالله وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د دوی د پاملرنې په سر کې دي او د هغوی څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دنده ده.

د ملي یووالي حکومت مشران داسې وخت له یوه دریځه د هېواد په شته ځينو ستونزو غږېږي چې میاشت وړاندې د دوی تر منځ اختلافونو د خلکو تر منځ سختې اندېښنې راپارولي وې.

خو جمهور رئیس غني دې غونډې ته وویل چې په حکومت کې د ملي نظرونو په اړه هیڅ اختلاف نشته او افغانستان به د روان وضعیت څخه په عزت سره بریالی راوځي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG