د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

چیچنیا د "HRW" راپور له خپرېدو وروسته ۲ کسه نور محاکمه کړل


د چچنيا د چارواکو له‎خوا د دې هېواد د منتقدينو د ځپنې په اړه د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ د وروستي راپور تر خپرېدو يوه اوونۍ وروسته د خلکو د ځپنې په دغو قضيو کې دوه نورې اضافه شوې.

هيومن رايټس واچ په خپل وروستي راپور کې چچنيا کې د بشري حقونو د خراب وضعيت په اړه ويلي دي.

د دې راپور تر خپرېدو یوه اوونۍ وروسته دوه نور کسان يو ازاد خبريال او يو د سياسي چارو کارپوه د حکومت له‎خوا ونيول شول او محاکمه شول.

آزاد خبريال ژلاودي ګیريېف د اپرېل مياشتې په نيمايي کې ونيول شو کله چې ده غوښتل په يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره له ګروزني ښار څخه مسکو ته ولاړ شي.

دی په ۱۶۰ ګرامه مخدره موادو درلودو تورن شو چې د تورونو له مخې ده په تېر دوبي کې کرلي وو.

هغه کسان چې د چچنيا د مشر رمضان قادروف په اړه منفي فکر لري، د پوليسو يا امنیتي پرسونل له‎خوا له نيول کېدو وروسته مړه موندل کېږي.

يو داسې کس خضر يې ژيېف وو چې د ګروزني په پوهنتون کې د اقتصاد استاد وو او د يوه انټرنېټي ګروپ غړی وو چې د قادروف پر مشري يې انتقاد درلود.

د ده مړی وروسته له هغه ګروزني ته نېږدې وموندل شو چې د ناپېژانده وسله‎والو له خوا برمته شو.

ګيريېف په جون مياشت کې محاکمه شو خو د ده مدافع وکيل وايي، پر ګيريېف تور وو چې دی په يوه هديره کې په داسې حال کې د پوليسو له‎خوا ونيول شو چې مخدره مواد يې څکول خو د ده په شیانو کې چې ورسره نيول شوي دي، کاغذونه، د څکولو لپاره مخدره مواد یا هم اورلګيت نه وو.

د چچنيا د سياسي چارو کارپوه روسلان کوتايېف په ۲۰۱۴میلادي کال کې د شوروي مشر جوزف سټالن په امر د چچن او اينګوش قومونو د ايستل کېدو د اويايمې کليزې په مناسبت یو کنفرانس جوړ کړی وو.

دی ونیول شو، د هيروينو درلودو په تور محاکمه شو او د څلورو کلونو لپاره زنداني شو.

۶۶ کلن روسلان مارتاګوف لیکوال او خبريال دی چې په نيويمه لسيزه کې يې د چچنيا پر مشرتابه انتقاد کړی وو او له هغه خاطره د رژيم د ړنګولو په هڅو تورن شو او په غياب کې په اعدام محکوم شو.

په ۲۰۰۷میلادي کال کې د قادروف واک ته له رسېدو وروسته مارتاګوف په تکراري توګه پر چچنيايي چارواکو او په ځانګړي توګه قادروف انتقاد کړی دی.

د سېپټمبر په لومړۍ نېټه دی ورک شو. دوه ورځې وروسته یې خپلې لور او زوی ته ټليفون وکړ چې د چچنيا امنيتي ځواکونو برمته کړی دی.

د سېپټمبر په څلورمه مارتاګوف کور ته ورسېد او ماښام دولتي تلويزيون د ده یوه ويډيو خپره کړه چې په‎کې ده بخښنه غوښتې او ويلي چې دی له خپل يوه پخواني ملګري سره وو.

په ویډيو کې مارتاګوف په ځانګړې توګه پښېماني څرګنده کړه چې د شمالي قفقاز ویب‎پاڼې دا پېښه د چچنيايي مشرتابه د بدنامولو لپاره وکاروله.

د چچنيا د بشري حقونو مدافعين په دې باور دي چې مارتاګوف ښايي تر ډېر فشار لاندي دا خبرې کړي وي.

XS
SM
MD
LG