د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

نایاب: ارزګان کې بهرنيو ځواکونو ۱۸۱ وسله‌وال وژلي


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر وسله‎والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د قاطع مأموریت له‎خوا په هوايي بمبار کې ۱۸۱ وسله‎وال وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې نن تر یوې بجې وروسته په افغانستان د بهرنیو ځواکونو د قاطع مأموریت له‎خوا په مرکز ترینکوټ کې پر وسله‎والو طالبانو تر هوايي بمبار وروسته په وضعیت کې ښه‌والی راغلی او وسله‎والو له مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو څخه شاتګ کړی.

د نایاب په وینا په هوايي بمبار او د افغان ځواکونو د نن ورځې په مقاومت کې ۱۸۱ وسله‎وال وژل شوي او شاوخوا ۶۹ نور يې ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د وسله‎والو طالبانو په حملو کې ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي چې ټول ملي پولیس دي.

نایاب زیاته کړه:

"ټول ټال ۲۵۰ مخالفین مړه او ټپیان شوي چې ۱۸۱ مړه او پاتې يې ټپیان شوي دي وضعیت کاملاً نورمال دی او خلکو ورځنی کاروبار پیل کړی."

د والي ویاند زیاتوي چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار په مشرۍ سلګونه مرستندویه سرتېري دغه ولایت رسېدلي.

د نایاب په وینا دغه تازه دمي ځواکونه به د ارزګان د قواوو سره یوځای د وسله‎والو طالبانو پر ضد عملیات وکړي.

د ارزګان پر مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو درې ورځې مخکې په ناڅاپي ډول سلګونو وسله‎والو طالبانو حملې وکړې.

دغه جګړې نن تر یوې بجې پورې د امنیه قوماندانۍ او نورو تأسیساتو پورې ورسېدلې چې د چارواکو په وینا د هوايي ځواک د نه رارسېدو په صورت کې ممکن مرکز سقوط شوی وای.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG