د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي هند ته ولاړل.
د کرکټ بورډ د رسنیو برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې ۲۶ لوبغاړي د سې شنبې په ورځ هند ته ولاړل.
ښاغلي هوتک زیاته کړه:
"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هند ته ولاړه، هلته به تمرینات ترسره کوي او بیا به ۱۱ غوره لوبغاړي د بنګلهدېش په وړاندې ولوبېږي."
بنګلهدېش کې به افغان لوبغاړي له کوربه هېواد سره درې پنځوس اوریزې لوبې وکړي. دا لوبې د تلې په څلورمه، اوومه او لسمه نېټه ترسره کېږي.