یو شمېر امنیتي کارپوهان او عام خلک وايي چې د کابل ښار د امنیت ټینګښت لپاره باید افغان امنیتي ځواکونه خپلې هڅې زیاتې کړي.
کابل کې وروستیو پرلهپسې انتحاري حملو یو شمېر کابل ښاریان او امنیتي کارپوهان اندېښمن کړي دي، دوی له امنیتي چارواکو غواړي چې د دغو پېښو مخه په جدي ډول ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال مېرزا محمد یارمند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه باید د کابل ښار د څلورو دروازو سربېره دغه ښار ته غځېدلې فرعي لارې هم په جدیت سره وڅاري.
ښاغلي یارمند وویل، له پرمختللو برېښنايي وسایلو پرته ناشونې ده چې امنیتي ځواکونه ښار ته دننه د وسلهوالو مخالفینو او چاودېدونکو توکو د راننوتلو مخه ونیسي.
ښاغلي یارمند زیاته کړه:
"کابل ښار کې د برېښنايي وسایلو په نهشتون کې د انساني ځواک لهخوا د دا شان حملو مخنیوی ډېر ګران کار دی، زموږ امنیتي ځواکونه څومره چې د دوی انساني وس دی هڅه کوي، خو دا چې ترهګر د پاکستان لهخوا د سیل په شان افغانستان ته رالېږل کېږي مخنیوی یې ګران دی."
کابل کې د دفاع وزارت مخې ته د دوشنبې په ورځ دوه پرلهپسې انتحاري حملې وشوې چې د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې د یو شمېر امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون ۴۱ کسان پهکې ووژل شول او تر۱۱۰ زیات ټپیان شول او بیا په همغه شپه په شهرنو سیمه کې د "پاملرنې مؤسسې" پر مېلمستون موټر بم انتحاري حمله او وسلهواله نښته چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۶ تنه پهکې ټپیان شول.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې بیا په کابل کې پر امریکايي پوهنتون په شوي برید کې ۱۳ تنه ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.
عام خلک له دې امله پر امنیتي ځواکونو انتقاد کوي وايي چې دوی ولې د دا شان حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي په همدې اړه وايي:
"څو ورځې کېږي چې ګورو په هره برخه کې انتحار دی، انفجار دی، ځوانان ټول غواړي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي ځکه چې امنیت نهشته."
"دا اوس په کابل ښار کې امنیتي وضعیت ښه نهدی، د کابل ښار دروازې سمه تلاشي نهلري، د دروازو تلاشي باید په معیار برابره وي."
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې چین د تلاشۍ یو شمېر پرمختللي وسایل او تجهیزات له کورنیو چارو وزارت سره مرسته وکړه.
هغه مهال د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې د کابل په دروازو کې به د دغو وسایلو په نصبولو سره د ښار د میلیونونو وګړو ژوند خوندي شي.
په ورته وخت کې د کابل امنیه قومندانۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه د دوی د امنیت لپاره خپلې هېڅ ډول هڅې نهسپموي.
د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس فریدون عبیدي وايي:
"کابل یو لوی ښار دی او ګڼه ګوڼه ډېره ده، تلاشي او چک پاینټونه هم شته خو دښمن هڅه کوي چې تشه پیدا او ورانکاري اعمال ترسره کړي خو دا په دې مانا نهده چې امنیتي ځواکونه کمزوري دي."
تر دې مخکې هم ورته خونړۍ پېښې په کابل کې شوي چې د مثال په ډول د کابل په دهمزنګ سیمه کې پر لاریون کوونکو او په پل محمود خان سیمه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ساتونکو په ادارې بریدونه یادولی شو.
په دغو بریدونو کې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې خلکیې سخت اندېښمن کړل.
د امنیتي چارو کارپوه مېرزا محمد یارمند وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ ډېروالی هم کولای شي چې دا شان پېښې راکمې کړي.
راپور: اجمل تورمان