د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

روغتیا وزارت: دفاع وزارت مخ ته چاودنو د مړو شمېر ۴۱ ته ورسېد


په کابل کې د ملي دفاع وزارت ته نېږدې په وروستیو غبرګو چاودنو کې د یو شمېر زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او له دې امله ښايي د مړو شمېر زیات شي.

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو مشر وحید مجروح پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته لوړ شوی او ۱۱۰ تنه زخمیان دي.

وحید مجروح زیاته کړه:

"یو شمېر ټپیان چې په مختلفو روغتونونو کې بستر دي، متأسفانه د دوی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی خو زموږ مسؤلیت دا دی چې ټول هغه امکانات چې لرو کار ورڅخه واخلو او خپله هڅه وکړو چې د خپلو زخمي وطن‎والو ژوند وژغورو."

وحید مجروح ونه‎‌ویل چې د څومره زخمیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي وو چې دې وزارت ته مخامخ په غبرګو چاودنو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي وو چې دې وزارت ته مخامخ په غبرګو چاودنو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي وو چې دې وزارت ته مخامخ په غبرګو چاودنو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ته څېرمه په حملو کې د ملي پولیسو یو زخمي محمد داود روېټرز خبري اژانس ته وايي:

"موږ د وسله‎والو طالبانو له داسې بزدلانه حملو هېڅ ویره نه‎لرو. موږ به د خپلې وینې تر اخري څاڅکي د هغوی پرضد جنګېږو."

په کابل کې د سې شنبې په شپه هم په وسله‎واله حمله کې لږ تر لږه شپږ تنه زخمیان شوي دي.

دا حمله د "CARE International " یا د پاملرنې نړیوال خیریه سازمان پر ودانۍ وشوه چې ۱۱ ساعته‌یې دوام وکړ.

د پاملرنې نړیوال سازمان ازادي راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په‎ دې اړه څېړنې کوي چې د حملې اصلي هدف څوک وو، خو دا وسله‎واله حمله‌یې په شدت غندلې ده.

په خبرپاڼه کې د دې سازمان د مشر ولفګنګ جامن په حواله راغلي:

"د سې شنبې د شپې حمله هغه تشدد څرګندوي چې ملکي افغانان هره ورځ ورسره مخامخ دي او بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې څه باندې ۵۰۰۰ ملکي افغانان د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

په‎دې هېواد کې لږ تر لږه اته میلیونه وګړي ډېرو بنیادي بشري مرستو ته اړتیا لري، له کورونو بې‌ځايه شوي او قحطۍ ځپلي دي.

د پاملرنې نړیواله اداره وايي چې په افغانستان کې روان تشدد د بشري مرستو نړیوالې ادارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د دې سازمان مشر ټینګار کړی چې د حملو پر مهال باید د پوځي عملیاتو او بشري مرستو د پروګرامونو تر منځ غوڅ توپير وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د وروستیو حملو په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې په‎ دې اړه باید خپلواکې څېړنې وشي چې په کابل کې د وروستۍ حملې هدف د پاملرنې نړیوال سازمان و او که نه.

د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي چې په عمدي ډول پر مرستندویه ادارو او ملکي وګړو حملې جنګي جنایت دی.

په‎ دې سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوریې مصدق پر ملکي اهدافو د وسله‎والو طالبانو د حملو زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

مصدق: هره حمله چې پر ملکي خلکو او سیمو کېږي جنګي جنایت دی.
مصدق: هره حمله چې پر ملکي خلکو او سیمو کېږي جنګي جنایت دی.

حوریه مصدق وايي:

"هره حمله چې پر ملکي خلکو او سیمو کېږي جنګي جنایت دی. د دې حملو عاملین که هر څوک وي، باید د نړیوالو قوانینو پر اساس، محاکمه شي. د دې لپاره باید د افغانستان دولت بې پرې څېړنې وکړي او پایلې یې باید له نړیوالو ادارو سره شریکې کړي. که چېرې یو حکومت داسې کسان نه‎شي مجازات کولای، هغوی باید نړیوالو محاکمو ته وسپارل شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې نړیوال باید وسله‎وال طالبان د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني.

د رپوټونو پر اساس، کابل کې وروستۍ حملې د وسله‎والو طالبانو د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې د دوبي له پېل سره‌یې پلان کړې وې.

صدیقي: نړیوال باید وسله‎وال طالبان د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني.
صدیقي: نړیوال باید وسله‎وال طالبان د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني.

د جنوبي اسیا سیاسي چارو څارونکی بارنت روبین وايي چې د امنیت د خرابېدو یو دلیل له دې هېواده د زیاتو نړیوالو ځواکونو وتل دي ځکه د هغه په وینا، له دې امله کابل ته د تللو لارو د څارنې، د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو او تبادلې سیسټمونه کمزوري شوي دي.

بارنټ روبین زیاته کړه:

"زما په باور یوه مسئله چې زیات فکر نه‎دی ورته شوی دا ده چې د حملو د کشف زیات وسایل او استخباراتي امکانات ایستل شوي دي. که په کابل کې وروستیو درېیو حملو ته وګورو، زه فکر کوم چې که امریکايي ځواکونه او د امریکا استخباراتي اداره [سي، ای، اې] هلته وای او هغه د څارنې مرکزونه چې کابل ته تللې لارې او د معلوماتو د تبادلې سیسټمونه یې څارلي وای، ښايي د چاودیدونکو موادو موټر د ښار مرکز ته تر رسېدو مخکې نیول شوی وای."

په مصر کې د الازهر پوهنتون او اسلامي مرکز یوه اعلامیه خپره کړې اود افغانستان د ملي دفاع وزارت په وړاندې وروستۍ حملې یې غندلې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي:

"د افغانستان د ملي دفاع وزارت په وړاندې حملې د زغم او ترحم په اړه د اسلام دین له وینا سره مخالف کار دی. داسې ترورېستي حملې د ټولو اسماني دینونو له لوري د زغم او درناوي په اړه له لارښوونو سره مخالفت لري."

د چین او ایران حکومتونو هم په کابل کې وروستۍ ترورېستي حملې غندلې دي.

XS
SM
MD
LG