د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د کابل شهرنو کې د مخالفینو پر ضد عملیاتو ۱۱ساعته دوام وکړ


د کابل شهرنو سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا د وسله‎والو مخالفینو پر ضد عملیاتو شاوخوا ۱۱ساعته دوام وکړ.

امنیتي مسؤلین وايي چې د کابل شهرنو سیمه کې پوځي عملیات د درېیو حمله کوونکو په له‎منځه وړلو پای ته ورسېد.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې لومړی یوه حمله کوونکي موټر بم چاودنه وکړه او له چاودنې وروسته درې انتحاري حمله کوونکي یوه ودانۍ ته وختل.

ښاغلی صدیقي وايي، په دغې پېښه کې یو تن وژل شوی او شاوخوا شپږ ملکیان ټپیان دي.

صدیقي وايي، په دغې پېښه کې یو تن وژل شوی او شاوخوا شپږ ملکیان ټپیان دي.
صدیقي وايي، په دغې پېښه کې یو تن وژل شوی او شاوخوا شپږ ملکیان ټپیان دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د ترورېستانو درې کسه چې په تعمیر کې يې ځای نیولی وو، زموږ د ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې له‎منځه یوړل شول، کله چې زموږ څېړونکو موږ سره ارقام شریک کړل، په هغوی کې شپږ کسان ټپیان ښودل شوي او یو کس وژل شوی دی."

خو د کورنیو چارو وزارت وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغې پېښه کې د انتحاري حمله کوونکو پرته نور څوک نه‌دي وژل شوي.

په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدان بیا وايي چې د پېښې تلفات ډېر دي.

خلیل یو له دغو عیني شاهدانو څخه دی وايي:

"د شپې په ۱۱ نیمو بجو انتحاري حمله وشوه چې شاوخوا ۳۰ یا ۳۵ کسان مو ټپیان ولیدل او ۱۵ یا ۱۶ کسان وژل شوي وو، ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونو ټپیان انتقالول."

یو شمېر عیني شاهدان بیا وايي چې د پېښې تلفات ډېر دي.
یو شمېر عیني شاهدان بیا وايي چې د پېښې تلفات ډېر دي.

د وسله‎والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شاوخوا ۱۱ ساعته دوام وکړ، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خلکو او په سیمه کې د سوداګریزو مرکزونو د امنیت او ساتنې په هدف‌یې دغه عملیات په احتیاط سره ترسره کول.

د ښاغلي صدیقي په خبره، یو شمېر بهرنیان هم د پاملرنې مؤسسې په دغې ودانۍ کې بند پاتې وو چې ورته زیان نه‌دی رسېدلی.

صدیقی وویل چې ۴۲ تنه غیر نظامیان‌يې د پاملرنې د دغه مرستندویه بنسټ له مېلمستون نه ژغورلي دي.

د پاملرنې خیریه مؤسسې هم د یوې اعلامېي په خپرولو سره ویلي چې دغې پېښې د دوی د بنسټ کارکوونکي سخت اندېښمن کړي دي.

په تېرو شلو ساعتونو کې دا درېیمه امنیتي پېښه ده چې په پلازمینه کابل ښار کې رامنځته کېږي.

پرون له غرمې وروسته د دفاع وزارت د دروازې تر څنګ لومړی یوه وړه چاودنه وشوه چې د خلکو له ګڼې ګوڼې وروسته بیا په هماغه ځای کې دوهمه چاودنه رامنځته شوه او د یو شمېر امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون‌یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغې پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.

دفاع وزارت: وروستۍ پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي.
دفاع وزارت: وروستۍ پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي.

خو دا چې له ۱۶ ساعتونو څخه په کم وخت کې په کابل کې درې پرله‎پسې چاودنې وشوې یو شمېر پوښتنې یې راولاړې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او پوځي کارپوه فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل:

"یو خو په ټوله‌ییز ډول د دولت ضعف دی، دوهم خپله امنیتي ځواکونه تر کومه ځایه چې ورباندې مصرف کېږي نیمو کسانو یې هم خپله دنده په ښه ډول نه‎ده تر سره کړې."

د دغه وضعیت دوام د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي اندېښمن کړي دي هغوی له کشفي او امنیتي ارګانونو څخه غواړي چې د دغو حملو د مخنیوي په خاطر هڅې زیاتې کړي.

د دفاع وزارت مخې ته د دوو چاودونو مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی دی خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې هم د شهرنو په سیمه کې د پاملرنې د خیریه مؤسسې پر مېلمستون د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG