د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د کم عمره ځوانانو د واده مخنیوي لپاره د عمل ملي پلان جوړ شوی


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د کم عمره ځوانانو د واده کولو د مخنیوي لپاره یې د عمل ملي پلان جوړ کړی او په پنځو کلونو کې عملي کېږي.

یاد وزارت وايي، د خلکو د پوهې زیاتول، د مقررو جوړول، د قانون تعدیل او د حکومتي ادارو د مسؤلیتونو روښانه کول هغه مسایل دي چې د کم عمره وادونو د مخنیوي لپاره د عمل په ملي پلان کې راغلي دي.

د یاد وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات نن دوشنبې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له وخت مخکې وادونه باید ددې لپاره بند شي چې د ډېرو افغان مېرمنو ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

هغه وویل، په کم عمر کې واده نه اسلام او نه قانون مني نو دوی یې هم د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

سادات: په کم عمر کې واده نه اسلام او نه قانون مني
سادات: په کم عمر کې واده نه اسلام او نه قانون مني

هغه زیاته کړه:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په دې اړه له قومي مشرانو، دیني علماو، د ځوانانو له ټولنو، ژونالیستانو او نورو برخو سره کار کوو چې څنګه دې غیر اسلامي او غیر قانوني پدیدې ته د پاي ټکی کېږدو او یوه سالمه ټولنه رامنځته کړو."

د ښځو چارو وزارت هم د کم عمر ودونو د مخنیوي لپاره د هرې هڅې په ملاتړ سره وايي چې ملګرو ملتونو سازمان افغانستان په هغه لیسټ کې په ۴۱ مقام راوستی چې څه باندې دېرش فیصده ښځې یې له وخت مخکې واده شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې له شپیتو تر اتیا فیصده نجونې په زور له وخت مخکې واده شوي چې دې کار د هغوی د پرمختګ، تعلیم او ارامه ژوند مخه نیولې.

اخوا د ملګرو ملتونو د وګړیو بنسټ "یو. ان. اف. پي. اې" استازي وايي چې شپږویشت فیصده افغان مېرمنې د وخت مخکې وادونو له امله مړې شوي او اوس هم ۴۶ فیصده نجونې له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي.

د دغه سازمان استازي وینیټ شرما د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کم عمر وادونو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل چې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو له مخې وادونه باید د دواړو لوریو په موافقه وشي، خو په افغانستان کې دا مسئاله هیڅ نه رعایت کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د شویو سروې ګانو له مخې پنځلس فیصده ښځې له پنځلس کلنۍ مخکې واده شوي دي، ۴۶ فیصده یې له اتلس کلنۍ مخکې واده شوي، دا مسئاله یعنې له وخت مخکې وادونه د ماشومانو ماشومتوب ختموي او د هغوی د تعلیم او روغتیا له حقونو او خدمتونو بې برخې کوي."

د ملګرو ملتونو د وګړیو بنسټ چې د کم عمر وادونو د مخنیوي د طرحې تمویل په غاړه لري وايي چې وادونه باید په ټول افغانستان کې ثبت شي څو د جبري او کم عمره وادونو مخه ونیسي.

اخوا په ولسي جرګې کې د ښځو چارو د کمېسیون مشره فوزیه کوفي وايي، کم عمره وادونه یو ټولنیز دود دی او باید په له منځه وړلو کې یې دیني عالمان لاس په کار شي او د اسلامي شریعت په اساس د دې کار په اړه د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG