د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د سوک وهنې افغان لوبغاړي دوستانه سیالیو لپاره روسيې ته ځي


د افغانستان د سوک وهنې لوبغاړي نن په دوستانه سیالیو کې د ګډون په هدف روسيې ته ځي.

د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د همغږۍ مسؤل وحیدالله حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د روسي اومسېک ښار کې ترسره کېږي چې درې لوبغاړي او درې تنه به د پلاوي په توګه په‎کې ګډون وکړي.

ښاغلي حمیدي د دې سیالیو هدف داسې بیان وکړ:

"د دې سیالیو هدف دوستانه دی او د نړیوالو پوهنتونونو د سوک وهنې نړیوالو لوبو ته چمتووالی دی چې د اکټوبر په میاشت کې په ټایلنډ کې جوړېږي."

د نوموړي په خبره د افغانستان د سوک وهنې دغه لوبغاړي د افغانستان د پوهنتونونو په استازولۍ په دغو سیالیو کې ګډون کوي .

دغه سیالۍ به د سېپټمبر په پنځمه پیل او تر اتلسمې نېټې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG