د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د لبنان له ملي لوبډلې سره دوستانه سیالي کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسؤل سید علي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ نن د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي.
ښاغلي کاظمي زیاته کړه چې د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي د دې لوبې لپاره ښه چمتووالی لري.
دغه سیالۍ د یونان په طرابلس ښار کې تر سره کېږي.