د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

افغان حکومت د صافي هوايي شرکت فعالیتونه وځنډول


د افغانستان حکومت د صافي ایروېز یا صافي هوايي شرکت الوتنې د مالیې د نه‌ورکولو په خاطر ځنډولې دي.

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د صافي ایروېز الوتنې یې ځکه بندې کړي دي چې دې هوايي شرکت خپل سلګونه میلیونه افغانۍ پور نه‌دی ورکړی.

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډيو ته وویل، صافي ایروېز د یوې میاشتې مهلت په ترڅ کې ونه‎شو کړای د مالیې له درکه له یو میلیارډ او ۱۵۰ میلیونه افغانیو زیات پور چې په تقریبي ډول له ۱۷ میلیونه ډالرو اوړي پرې کړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د افغانستان مالیې وزارت له فیصلې سره-سم د صافي ایروېز فعالیتونه وځنډول شول. دلیل‌یې دا دی چې دا شرکت له نېږدې درېیو څلورو کلونو راهیسې د ماليې له درکه د افغانستان دولت پوروړی دی. د مالیې وزارت او د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ډېره هڅه وکړه چې دا پورونه حصول کړي خو له بده مرغه دې شرکت ونه‎شو کړای چې د افغانستان دولت پورونه تصفیه کړي."

رحیمي: صافي ایروېز د یوې میاشتې مهلت په ترڅ کې خپل پور پرې نه‎شو کړای.
رحیمي: صافي ایروېز د یوې میاشتې مهلت په ترڅ کې خپل پور پرې نه‎شو کړای.

د صافي ایروېز مسؤلانو له ازادي راډیو سره په لنډو خبرو کې د خپل شرکت د فعالیت ځنډېدلو خبره رد کړه خو وروسته‌یې د ازادي راډیو پرله‌پسې تماسونو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند وايي، په هېواد کې دننه د صافي ایروېز الوتنې به د سې شنبې په ورځ چې د وږې میاشتې ۱۶مه نېټه او له دې دوه ورځې وروسته د وږې په ۱۸مه نېټه به بهر ته د دې شرکت الوتنې وځنډول شي.

قاسم رحیمي زیاته کړه، صافي ایروېز ته د هېواد له قوانینو سره سم یوه میاشت مخکې وروستی مهلت ورکړل شوی و.

ښاغلی رحیمي وايي، د دې شرکت د استازو په حضور کې شوې پرېکړه همدا وه چې که دا شرکت خپل پورونه ‎پرې نه‎کړي د مالیې وزارت او د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره کولای شي الوتنې یې وځنډوي او له محکمې د هغه د شتمنیو د مصادرې غوښتنه وکړي.

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، صافي ایروېز له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ کاله مالیاتي او غیر مالیاتي باقیدارۍ لري چې باید په ټاکلي مهلت کې یې د قسطونو په بڼه ورکړي وای خو دا شرکت په دې کار کې پاتې راغی.

دې ادارې په یوه بیان کې ویلي، صافي ایروېز ته خبرداری ورکړل شوی و چې که تر ټاکلي مهلته د خپل پور د ورکړې توان نه‎لري نو د ټکټونو له خرڅلاو څخه دې ډډه وکړي.

بیان زیاتوي چې د ټکټونو د خرڅلاو په صورت کې صافي ایروېز مکلف دی چې د مسافرینو د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG