د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو په وړاندې پرتې ستونزې


افغان ښځینه لوبغاړې وايي چې اوس مهال دوی کولای شي په کابل ښار کې خپل تمرینات په ښه ډول تر سره کړي، خو له عامو خلکو غوښتنه کوي چې له ښځینه لوبغاړو سره مرسته وکړي څو په نړیواله کچه وځلېږي.

په دې اړه د بایسکل ځغلونې فدراسیون غړې رخسار حبیبزۍ وايي:

"موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، په ځانګړې توګه په ښار کې دننه ډېرې ستونزې دي، خلګو ته ډېر جالبه معلومېږي چې ښځینه څنګه کولای شي، په ښار کې بایسکل وچلوي."

دغه شان د قوت الرمي فدراسیون غړې شمسیه سعادت او خاطره هم ورته څرګندونې لري:

"خلک له ورزش سره بلد دي، خو لکه څنګه چې اړینه ده، هغسې بلدیت ورسره نه لري، موږ غواړو چې خپل خلک له ورزش سره اشنا کړو، موږ کوښښ کوو چې خلکوته وښیو چې سپورټ د صحت ضامن دی."

"نجونې له سپورټ سره ډېره مینه لري، ډېرې نجونې دي چې زموږ په کلپ کې غواړي سپورټ وکړي او د نجونو سپورټ به ډېره وده وکړي."

دغه لوبغاړې وايي چې په افغانستان کې عموماً د ښځینه لوبغاړو حقوق تر هلکانو لږ دي او د دې تر څنګ خلک سپورټ د ښځینه لوبغاړو لپاره یو عیب ګڼي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د قوت الرمي فدراسیون مرستیالې، فاطمې جعفري ازادي راډیو ته وویل چې افغان نجونې د سپورټ ډېرې لېواله دي او غواړي چې افغانستان ته ډېر ویاړونه ور په برخه کړي، دې له خلکو او خصوصاً له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو سپورټ ته جدي پاملرنه وکړي:

"نجونې ډېرې لایقه دي او له خلکو څخه هم غوښنته کوو چې، له موږ سره همکار واوسي، څو موږ له دوی سره اوږه پر اوږه ودرېږو او ټولنې ته د خدمت جوګه شو."

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې افغان ښځینه لوبغاړو له نړیوالو سیالیو څخه افغانستان ته مډالونه راوړي او د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلونې فدراسیون یوه غړې د ۲۰۱۶ کال د سولې جایزې ته د ایټالیا د پارلمان د ۱۱۸ غړیو له خوا نومانده شوه چې ګټونکې به یې راتلونکې میاشت معلومه شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG