د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

کابل کې د مظاهرو او زیانمنونکو حرکتونو په اړه اندېښنې


د کابل ښار ځینې اوسېدونکي او امنیتي کارپوهان وايي، دا ښار د تاوتریخجنو مظاهرو او نورو خوځښتونو پر مهال سخت زیانمن کېږي.

دوی وايي، په کابل ښار کې هر کله هم چې مظاهرې په تاوتریخوالي واوړي او یا ځینې زورواکي له یو بل سره لانجې کوي زیان یې عامو خلکو ته اوړي.

د کابل په زړه کې د شهرارا غونډۍ په لمن کې مېشت خلک وايي چې همدا پنجشنبې یې د جنرال دوستم او حبیب الله کلکاني د پلویانو د جګړې په خاطر ډېره سخته ورځ تېره کړه.

خلک: د جنرال دوستم او حبیب الله کلکاني د پلویانو د جګړې په خاطر مو ډېره سخته ورځ تېره کړه.
خلک: د جنرال دوستم او حبیب الله کلکاني د پلویانو د جګړې په خاطر مو ډېره سخته ورځ تېره کړه.

د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکو له ازادی راډيو سره په خبرو کې د سترګو لیدلی حال بیان کړ او ویې ویل چې د سیمې ټول کورونه مخکې له مخکې تخلیه شوي و او د جګړې پر مهال ټول په تېښته و.

د یادې سیمې ملا امام عبدالحنان او د یوه ښوونځي زده کوونکي عبدالولید داسې وویل:

مولوي عبدالحنان په سیمه کې د یوه جومات ملا امام:

"دلته اغتشاش وشو، خلک وارخطا شول، ستونزې یې لیدلې وې، له دې ځایه یې ځینو خپلې کډې واخیستلې او لرې ولایتونو ته ان لاړل تر اوسه هم بېرته نه دي راغلي. "

عبدالولید د ښوونځي زده کوونکی:

"زموږ کور تپې ته نږدې دی، د کلاشینکوف ډزې وې، یو شاجور یې بسته خالي کړ، یو هلک زخمي شو او یو بل یې په سر وویشت او مړ شو، ما ځان یو چېرته پټ کړ، تر څو چې ډزې خلاصې شوې، سخت وډار شوم او کور ته ولاړم. "

د پنجشنبې په ورځ داسې وخت د شهرارا غونډۍ د مرمیو ډزو ونیوله چې د حبیب الله کلکاني د خاورې سپارلو پر مهال د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویانو د دغه کار مخنیوی وکړ.

کابل ښار کې د روشنايي غوځنګ مظاهره
کابل ښار کې د روشنايي غوځنګ مظاهره

د روشنايي غورځنګ دوه ځلې لاریونونه، د اوو کسانو د سر پرې کولو پر ضد لاریونونه او څو داسې نورې د تاوتریخجنو مظاهرو او پېښو روښانه مثالونه دي چې په کابل کې تر دې پخوا هم شوي او خلک او ښار یې زیانمن کړی دی.

اخوا د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کابل پولیس ګرم بولي چې د پراخو لاریونونو او احتمالي لانجو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نه شي نیولی.

د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس:

"د کابل پولیس د دغسې غونډو لپاره چې لانمجمنې وې بشپړه امنیتي اماده ګي نه لري، هغه تدابیر چې لازم دي چې باید یې ونیسي د هغوی په مقابل کې بې تفاوتي کوي، همدا یې لامل دی چې موږ هره ورځ د کابل ښاریانو د زخمي کېدو، وژل کېدو، بې کوره کېدو او یا نورو ناخوالو شاهدان یو. "

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل که له دې وروسته هر ډول غونډې او لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل د غونډو له اصلي ترسره کوونکو څخه به د قانون له مخې کلکه پوښتنه وشي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي:

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي
د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي

"له دې وروسته موږ هوډ لرو او ټینګار کوو هغه کسان چې د ورته غونډو او لاریونونو رهبري کوي خبرداری ورکوو که یې تنظیم نه شو کولای او تاوتریخوالی رامنځته شو له هغوی سره به قانوني او جدي چلند وشي. "

ښاغلي عبیدي له خلکو هم وغوښتل چې د لاریونونو او غونډو پر مهال دې ملي ګټې په پام کې ونیسي او د لاریونونو او غونډو د قانون له مخې دې خوځښتونه تنظیم کړي.

په کابل ښار کې د لاریونونو پر مهال د ځینو زورواکانو له خوا خلک زیانمن شوي او پولیسو هر ځل د جدي غبرګون ښودلو ګواښ کړی، خو وبه کتل شي چې کله دغه ګواښ عملي کېږي او نور د چا ژوند ته خطر نه پېښېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG