ولسمشر غني د ازبکستان د جمهور رئیس د جنازې په مراسمو کې د ګډون په هدف نن سهار هغه هېواد ته سفر وکړ.
د ارګ ماڼۍ وايي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د ازبکستان سمر قند ښار ته، چېرته چې ټاکل شوې د اسلام کریموف جنازه وشي او په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شي ورشي.
د ولسمشر د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ولسمشر غني نن سهار د ازبکستان د جمهور رئیس اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ددغه هېواد سمرقند ښار ته ولاړ."
د ارګ ماڼۍ وايي،د اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې به د سیمې او نړۍ ډېری مشران ګډون وکړي.
له دې وړاندې ولسمشر غني د اسلام کریموف د مړینې له کبله غمرازي ښودلې وه.
د ارګ ماڼۍ د یویې خبرپاڼې په خپرولو سره همدا راز ویلي چې اسلام کریموف د ازبکستان د ولسمشر په توګه په تيرو څه باندو دوو لسیزو کې د خپلو خلکو لپاره بې ساري خدمتونه کړې دي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي چې افغانستان او ازبکستان ډېر ګډ کلتوري او اجتماعي مشترکات لري او د اسلام کریموف رول نه یوازې د دواړو هېوادونو په نږدې والي بلکې د سیمې په کچه یې رول د پام وړ او مهم وه.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ولسمشر غني د اسلام کریموف ځای ناستي ته د بریا او د ازبکستان خلکو ته یې د پرمختګ، ښه ژوند او هوساینې هیله کړې ده.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف تېره ورځ د مغزي خونریزۍ له کبله د تاشکند په یوه روغتون کې د۷۸ کلونو په عمر ومړ.
راپور: محمد حدیث پردېس