د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

فایننشل ټایمز: د افغانستان د ساتنې لپاره حساس عملیات


فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سیاسي چارو د کارپوه احمدرشید په قلم لیکل شوی مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د افغانستان د ساتنې لپاره حساس عملیات.

په مطلب کې راغلي دي چې افغانستان د ګډوډۍ په درشل کې دی او دلیل یې یوازې په بېلابېلو ولایتو کې د طالبانو له خوا پیل شوي عملیات نه دي بلکې په حکومت کې دننه بحران او د هېواد اقتصادي نزول هم ونډه په کې لري.

احمدرشید په خپل مطلب کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روانو نښتو ته اشاره کوي او لیکي چې د افغانستان یوازینۍ ستونزه جګړه او ناامني نه دي بلکې نورې ستونزې هم شته.

فایننشل ټایمز لیکي، له اسلام اباد سره چې طالبانو ته یې پناه ورکړې د کابل اړیکي په تر ټولو بد حالت کې دي او ولسمشر اشرف غني ویلي چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د حملې پلان په پاکستان کې جوړ شوی او له بلې خوا د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره د هند د هڅولو پروګرام هم پاکستان په غوسه کړی دی.

خو د مطلب لیکوال احمد رشید وايي چې د ستونزه اصلي سرچینه د ملي وحدت په حکومت کې دننه د اجرائیه رئیس او ولسمشر ترمینځ اختلافونه دي.

د مطلب لیکوال زیاتوي، د دواړو مشرانو شاته بېلابېلې سیاسي ډلې ولاړې دي چې دا کار ستونزې لا زیاتوي.

د لیکوال په وینا یوې سیاسي ډلې اجرائیه رئیس تر فشار لاندې نیولی او هغه ګواښ کوي چې که انتخاباتي اصلاحات عملي نشي له حکومته به ووځي.

احمدرشید لیکي چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي له پلویانو جوړه بله سیاسي ډله د لویې جرګې جوړېدل غواړي او وایي چې ولسمشر د کار په پیل کې د دې کار ژمنه کړې وه.

د فایننشل ټایمز مطلب زیاتوي چې د ولسمشر بارک اوباما اداره تر انتخاباتو پورې د افغانستان په چارو کې د نور دخالت پروګرام نه لري او تر هغه وخته یوازې دې ته باید هیله من واوسو چې افغان حکومت سقوط ونه کړي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې ناټو د مقاماتو له قوله لیکلي دي چې وايي، د افغانستان ملي وسله وال ځواکونه اوس هم د کمزورې مشرتابه له ستونزې سره مخامخ دي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ له قوله لیکي چې وايي، د ژمي تېرېدو او د جګړو د موسم پیل ټولو ته دا ور زده کړل چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه لاهم روزنې، تجهیز، سلامشورو او لارښوونې ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي چې د روان کال له پیله د ناټو په ځینو غړو هیوادونو کې د افغان ځواکونو د وړتیا او چمتووالي په اړه اندیښنې په زیاتیدو شوي او ځینو چارواکو ویلي چې د څو کلونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو له روزنې او تجهیز سره سره لاهم دا ویره شته چې په افغانستان کې د عراق پیښې تکرار او امنیتي تشه رامینځ ته نشي.

وال ستریټ ژورنال په پای کې لیکي، له همدې کبله د ناټو مشرانو د روان کال په جولای میاشت کې په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت موده تمدید کړه او ولسمشر بارک اوباما هم اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دیره امریکايي سرتېرو شمېر به هم هغې اندازې ته چې مخکې یې ویلي و، راکم نه کړي.

XS
SM
MD
LG