د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۸

افغانستان

میثم: د عبدالله او غني ترمنځ پنځمه ناسته به هم ترسره شي

د افغانستان اجرائیه ریاست وایي تمه ده چې د ملي یووالي د حکومت رهبرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د حل په هدف راتلونکي اوونۍ پنځمه ناسته ترسره شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم نن په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تمه ده چې راتلونکي اوونۍ هم د ملي یووالي حکومت رهبران خپلو منځو کې ناسته ولري او د دواړو رهبرانو ترمنځ په پاتې مسائلو او هغه ژمنې چې دوی خلکو ته ورکړي په هغو به بحث وکړي."

نوموړي وویل چې د تېرې ورځې په ماښام هم د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ څلورمه ناسته ترسره شوې ده.

د ښاغلي میثم په وینا، ملي مشارکت، عادلانه استازیتوب، د شایسته سالارۍ موضوع، د حکومت د اصلاحاتو پروګرامونو لپاره د حکومت د رهبرانو ژمنتیا، د دوه ګوني چلند نه ډډه کول او د حکومت په ټولو پریکړو کې د اجرائیه رئیس حضور هغه مسایل وو چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ پرې بحث شوی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راشدخان به د هند د کرکټ غوره لیګ کې د احمداباد لوبډله کې ولوبېږي

راشدخان

د افغانستان د کرکټ وتلی ستوری راشدخان به سږ کال د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د احمداباد په لوبډله کې ولوبېږي.

د کرکټ معلوماتي وېب پاڼې او هندي رسنیو ویلي چې احمداباد ټیم راشدخان په ۱۵ کروړه یا ۱۵ سوه لکه هندي پیسو اخیستی دی.

راشدخان د ای پي ایل تېرو لیګونو کې د حیدر اباد لوبډلې له خوا اخیستل کېده، خو لومړی ځل دی چې د احمداباد لوبډلې ته ځي.

نوموړي د حیدراباد ټیم ته په ۷۶ سیالیو کې ۹۳ ویکټې اخیستي.

د ای.پي.ایل یا د هند د کرکټ د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د اپریل په دوهمه پیلېږي او شااوخوا دوه میاشتې دوام کوي.

فاریاب کې اعتراضونه؛ طالبانو میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل

میمنه

په فاریاب کې د تېرې اوونۍ له اعتراضونو وروسته د طالبانو ځواکونو د دې ولایت په مرکز میمنه کې پوځي تمرینونه ترسره کړل.

د طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکی لطف الله حکیمي وایي، په سلګونو سرتیري یې د فاریاب په څنګلورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي چې پر وضعیت کنټرول ولري.

په میمنه کې د تیرې پنجشنبې په ورځ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د معترضانو په خبره د طالبانو د پوځي کمېسیون پخوانی رییس او ازبک ټبره قوماندان مخدوم عالم توقیف شوی دی.

د روح الله په نوم د میمنې ښار یو هټیوال وایي، اوس وضعیت بیرته عادي شوی دی: "نن ارامي ده. څوک پر چا کار نه لري. پر چا ظلم نه کېږي. ستونزه دا ده چې کار نشته او خلک وزګار دي."

په فاریاب کې د تېرې اوونۍ په اعتراضونو پسې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان په هېڅ یوه ځای کې به اعتراضونو ته اجازه ورنه کړي.

ویل کېږي چې په فاریاب کې په اعتراضونو کې دوه تنه وژل شوي خو دغه خبر د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار طالب چارواکو سره خبرو لپاره کابل ته ځي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې ښاغلی یوسف به په دغه دوه ورځني سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د غځولو پر موضوع او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو د رسولو پر چارو خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې له ښاغلي یوسف سره به په دې سفر کې د پاکستان د حکومت یو شمېر غړي ملګرتیا کوي، خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ډیورند پر کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو پر وړاندې طالبانو تُند عکس العمل ښکاره کړی.

د طالبانو حکومت وایي، پر ډیورند کرښه چې تر اوسه یوه لانجمنه مساله ده، له اغزن سیم غځولو سره مخالف دي.

پاکستان چې دا کرښه له افغانستان سره رسمي پوله بولي وایي، د امنیتي موانعو جوړولو ته به دوام ورکړي او تر اوسه یې پر دې کرښه ۹۴ فیصده کار بشپړ کړی دی.

بادغیس کې دوو زلزلو ۲۶ تنه وژلي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس ولایت

په افغانستان کې پرون دوشنبه(د مرغومي ۲۷مه) د دوو زلزلو له امله د لږ تر لږه ۲۶ کسانو د مړه کېدو او په سلګونو کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکول شوي.

دغه زلزلې ترکمنستان پولې ته نژدې په بادغیس ولایت کې شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.

یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختیځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.

د طالبانو د حکومت د بیړنیو چارو د وزارت د اضطراري عملیاتو د مرکز رییس ملا جانان صاعق د ۲۶ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې څه باندې ۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په بادغیس کې چې د افغانستان له بې وزلو او وروسته پاتې ولایتونو ګڼل کېږي، له دې مخکې هم څو زلزلې شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

افغان خبریال فیصل مدرس او دوه ملګري یې د طالبانو له بنده خوشې شول

فیصل مدرس

افغان خبریال فیصل مدرس او دوه ملګري یې د طالبانو له بنده خوشې شول.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا CPJ تېره اوونۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې مدرس نږدې دوه اوونۍ مخکې له خپلو همکارانو ادریس رحیمي او میلاد عزیزي سره د کابل په نوي ښار کې په یو رسټورانټ کې ونیول شول.

یوټیوبر مدرس پرون کابل لوورز په نوم پر خپل یوټیوب چینل راڅرګند شو او د طالبانو له زندان څخه خپلې خاطرې یې بیان کړې.

مدرس وویل:" د یوه ټکي یادونه باید وکړم چې تحقیقات په ډېر ښه شکل ترسره شول، نه د زور مسئله وه نه د ځورولو. یوازینۍ مسئله چې زموږ لپاره ځورونکي وه، همدا وه چې یوه موده په زندان کې وو."

ښاغلي مدرس وویل چې دی په پنجشېر ولایت کې د یوه ملکي وګړي د وژنې په غبرګون کې د خلکو د اعتراضونو په اړه له راپور ورکولو وروسته نیول شوی و.

ملګري ملتونه: طالبان د مېرمنو ضد تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي

لاریون

د ملګروملتونو د بشري حقونو د څارونکو یوه ډله وايي چې طالب مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پربنسټ د پراخې کچې تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي.

دې شنونکو په خپل راپور کې چې نن دوشنبې(د مرغومې په ۲۷مه) خپور شو ویلي دي" د طالبانو دا پالېسي د جنسیت پر بنسټ او د زیان رسوونکو اقداماتو په وسیله د ښځو او نجونو پر وړاندې د ډله ییز مجازات په معنا ده."

د ملګروملتونو د څارونکو ډله وايي چې په افغانستان کې په سیستماتیک او دوامدار ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محیطه د ښځو د څنډې ته کولو د هڅو له کبله اندېښمن دي.

دا څارونکي د کم عمر او جبري ودونو په هدف د افغان ښځو پر وړاندې د انساني قاچاق د خطرونو یادونه هم کوي او وايي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او میکانیزمونه له منځه تللي دي چې پخوا د ښځو د خونديتوب او له هغوی سره د مرستې لپاره رامنځ ته شوي وو.

د ملګروملتونو کارپوهانو، له هغه مهاله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر واک ولکه ټینګه کړه په دې اړه خبرداری ورکړی و.

طالبانو د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په بدخشان کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

ارشیف؛ د کابل-جلال اباد لویه لار

په بدخشان ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور تپيان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې وايي، پېښه نن سهار د شهر بزرګ ولسوالۍ په کره نومې سیمه کې د یوه کورولا ډوله موټر د اوښتو له کبله وشوه.

په بیان کې د پېښې علت د سړک خرابي بلل شوې.

د یوه بل خبر له مخې په بلخ ولایت کې نن په یوه ترافیکي پېښه کې نهه کسان ټپیان شول.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې پېښه د مزار- شبرغان د لویې لارې په اوږدو کې د ډرېوانو د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده.

د بشر حقونو سازمان: طالبانو له کاره د ښځو اېستلو سره وضعیت نور هم کړکېچن کړی

افغانې مېرمنې

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي طالبانو له کاره د ښځو د اېستلو او د ډېرو کورنیو د نفقې د ګټونکو د وزګارولو له لارې د افغانستان روان حالت نور هم کړکېچن کړی دی.

د هیومن رایټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې هیدربار ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې په دوحه کې او پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یې د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

د بشري حقونو د څار د سازمان دې چارواکې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره په مرستو او خپلو هڅو کې ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو پرون یوځل بیا ډاډ ورکړ چې نجونې به د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم ښوونځيو ته ولاړې شي خو د ښځو د کار په برخه کې یې کومه ځانګړي تګلاره تراوسه نه ده اعلان کړې.

د طالبانو حکومت: که هېواد ته بې کیفیته نفتي مواد وارد کړئ سخته سزا به ووینئ

د تیلو ټانک

د طالبانو حکومت د استنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي موادو له واردولو ډډه وکړي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه سوداګر چې د تیلو او ګازو واردات کوي له دې وروسته دې د بې کیفیته موادو له واردولو ډډه وکړي او که د سرغوړنې په صورت کې ونیول شي سخته سزا به وویني.

د یادې ادارې د اعلامیې پربنسټ، د بې کیفیته نفتي موادو استعمال د چاپیریال ترڅنګ د انسانانو روغتیا ته هم زیان رسوي او د دغې چارې د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار پیل کړی دی.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې له دې وړاندې د نفتي موادو په ځانګړي ډول د پترولو او ګازو د لوړې بیې ترڅنګ د کیفیت په اړه یې هم په ځلونو خلکو شکایت کړی و.

عبدالسلام حنفي: د رغنیزو پروژو چارې چټکې کړئ

عبدالسلام حنفي

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون پریکړه کړې چې د ټولو سوداګرو مهمو ستونزو او په هېواد کې دې د رغنیزو پروژو د چارو چټکتیا ته ځانګړي پاملرنه وشي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې د اقتصادي کمېسیون مشري په غاړه لري تېره ورځ ناوخته یې د یو شمېر سکټوري وزارتونو او پانګوالو سره په لیدنه کې د سوداګرو ورسیتو ستونزو او په دې برخه کې د اغیزمنو ګامونو خبره کړې.

د خبر ځای په حواله، ښاغلي حنفي ټول هغه وزارتونو ته چې د رغنیزو پروژو په تطبیق کې ونډه لري دنده سپارلې تر څو د دې پروژو چارو ته چټکتیا ورکړې.

دخپرې شوې خبرپانې پر بنسټ، پریکړه شوې چې په هلمند او کندهار کې د کجکي بند د ژر رغېدو لپاره دې ټول هغه الکترونیکي توکي چې ورته اړتیا ده له پېرېدلو وروسته ژر تر ژره واستول شي.

دا ناسته داسې مهال کیږي چې مخکې له دې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د خپلو چارو په وړاندې د ګڼو ستونزې خبرې کړي وې.

طالبان وایي د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې قضایي مرکز نه دی تړل شوی

ارشیف؛ طالبان روږدي کسان ټولوي

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز تړل شوی دی.

د طالبانو یوه مرستیال ویاند احمد اله وثیق پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، د دغه مرکز د تړل کېدو راپورونه واقعیت نه لري.

هغه په خبره د لویې څارنوالۍ سرپرست او مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو دغه مرکز منحل کړی دی.

دغه مرکز په ۱۳۸۴ کال کې د مخدره موادو اړوندو دوسیو د څېړنې او ښکېلو کسانو د محاکمې په هدف ایجاد شوی دی.

راپورونه: سږکال په کندهار کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

په کندهار کې خوارځواکی ماشوم

د راپورونو له مخې د سږکال له پیله په کندهار ولایت کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د کندهار د میرویس روغتون د چارواکو له خولې ویلي چې تر دې مهاله ۱۹۵۰ خوارځواکي ماشومان روغتون ته ور وړل شوي چې ۷۵ یې مړه شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب موسسې سیف دې چلدرن تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ماشومانو کې ۷۰۰ زره نور ناروغان زیات شوي چې په دې سره په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یو لک کم څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

سیف دې چلدرن ویلي و چې که سمدستي مرسته ونه شي نو یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د چین سفیر سراج الدین حقاني سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

 د طالبانو د کورنیو چارو وزیر 

د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عزام پرون رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې د دې لیدنې جزییات شریک کړي.

عزام ویلي:" ښاغلي وانګ د اسلامي امارت سره د هر ډول بشردوستانه مرستو او په هېواد کې د خپلې خوښې په دیني او کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړولو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ."

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ پر افغانستان د امریکا د یو اړخیز بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې وه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چین څو واره له افغانستان سره مرستې کړي چې د کرونا واکسینونه او روغتیايي بستې یې د یادولو دي.

مسؤلین: ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله شي

افغان جاپان روغتون

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله شي.

د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې څو نړیوالو ادارو له کرونا وایروس سره د مبارزې د مرکزونو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

'"IOM' په هرات، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د څلورو روغتونو مسؤلیت منلی دی. یونېسف اعلان کړی چې په پنځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي او د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او هم اعلان کی چې څلور تر پنځه روغتونونه به په ځینو ولایتونو کې تمویل او مخته یوسي."

په همدې حال کې په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل شوی دی.

پرون د ۳۸ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې له ډلې یې یو کس مړ شوی هم دی.


د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې وویل چې د کرونا وایروس د بدلې شوې بڼې اومیکرون د پیژندلو لپاره تجهیزات نه لري او له مرستندویه ادارو په ځانګړي توګه د روغتیا له نړیوال سازمانه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي

د کرونا ویروس د ازمایښت یوه اله

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيې چې په افغانستان کې د څلورویشتو ساعتونو پرمهال د کرونا ویروس اته دېرش مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر، نن ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په کچه د پرون وروستۍ شمېرې دا دي چې د ۸۲۹ سمپلونو له جملې ۳۸ یې مثبتې پېښې وې. یو تن هم مړ شوی. ۲۹ نور کسان پرون روغ شوي. د مثبتو پېښو له جملې ۲۹ یې په کابل، اته په هلمند او یوه هم په لغمان کې ثبت شوې ده. یو تن په کابل کې مړ شوی دی."

د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیله په افغانستان کې د کرونا ویروس څه کم یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې ثبت شوي، خو متخصصان وايي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې په تازه ثبت شوېو پېښو کې د کرونا ویروس نوې بڼه اومېکرون هم شامله ده او که نه؟

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG