د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د سپینغر بازان او عقابان هندوکش ټیمونه خپلو کې سیالي کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالي به نن تر غرمې وروسته پیل او تر ناوخته به دوام وکړي.
د دغه لیګ پرونۍ سیالۍ د میونداتلانو او د اباسین څپې ټیمونو ترمنځ ترسره شوې چې د میوند اتلانو سیال ټیم ته ۳ درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
د دغه لوبې غوره لوبغاړی د میونداتلانو لوبدلې برید کوونکی فیض محمد فیضي وپیژندل شو.