د کندز الچین پُل له استحکامي بیارغونې وروسته تېره ورځ د دې ولایت د سیمهییزو چارواکو لهخوا رسماً پرانيستل شو او له کبلهیې د کندز–شیرخان بندر او د دې ولایت څلورو ولسوالیو لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د کندز والي اسدالله عمرخېل په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پُل د څه باندې ۴۰ متر په اوږدوالي وېجاړ شوی و، خو ملي اردو ځواکونه وتوانېدل چې پر دغه پُل استحکامي پُل نصب کړي او د کندز–شیرخان بندر لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
ښاغلي عمرخېل زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر دغه پُل په اساسي ډول ورغوي:
"د ملي اردو د انجنیرانو ټیم کارکوونکي وتوانېدل چې د استحکام پُل په څلور شپو او ورځو کې نصب کړي او دغه لاره خلاصه کړي، موږ او تاسې د دغه پُل د پرانيستو شاهدان یو."
په ورته وخت کې په کندز کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محمد اکرم سامح له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ملي اردو د انجنیرۍ څانګې پرسونل په مېړانې سره وتوانېدل د الچین پُل بیاورغوي او لاره د خلکو پر مخ خلاصه کړي.
ښاغلي سامح په دې اړه وویل:
"زه د کندز شریف ولس ته ډاډ ورکوم چې موږ خپلو تصفیوي عملیاتو ته په دې ولایت کې دوام ورکوو، څو دغه ولایت د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه تصفیه کړو."
بلخوا د کندز ولایت د ټولګټو ریاست چارواکي وايي چې دغه استحکامي پُل ۷۷ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري او پر دغه پُل هغه بار وړونکي موټر چې ۴۰ ټُنه وزن ولري تګ راتګ کولای شي او له دې پورته وزن ته اجازه نهورکوي چې پر دغه پُل باندې تګ راتګ وکړي.
د کندز د ټولګټو ریاست مشر برهانالدین شینواري په دې اړه داسې وویل:
"د الچین پُل د اساسي رغلولو په هدف په نېږدې ورځو کې د ټولګټو وزارت انجنیران کندز ته راځي او ډېر ژر به د دغه پُل په اړه خپله سروې پیل کړي."
په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي هم ډېر خوشحاله دي چې دغه پُل بیا ورغول شو او لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د یادونې وړ ده چې د الچین پُل د ۳۰۰ متره اوږدوالي په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه پُل د کندز مرکز له شیرخان بندر سره نښلوي، شیرخان بندر د هېواد یو له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي چې له همدې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي واردېږي او صادرېږي.
د کندز ولایت د سیمهییزو چارواکو په وینا چې د الچین پُل کابو درې اوونۍ وړاندې د وسلهوالو طالبانو لهخوا پر بمونو الوزول شوی وو.
خو بیا ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د الچین پُل وسلهوالو طالبانو نهدی ویجاړ کړي.
راپور: اجمل ارین