د نورستان د خلکو مرکزي شورا، حکومت دغه ولایت ته په نهپاملرنې تورن کړ.
د روغتونونو، ښوونځیو، سړکونو، برېښنا او امنیت نشتوالی، اداري فساد او داسې نورې ګڼې ستونزې، هغه موارد دي چې د نورستان ولایت خلکو مرکزي شورا یې په ګوته کوي.
د دغه ولایت خلکو مرکزي شورا د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې ناستې ته وویل، حکومت شاوخوا ۱۴کلونو کې د دې ولایت بېلابېلو برخو کې د خلکو د اړتیا وړ پراختیايي پروژې نهدي پلي کړي.
د نورستان خلکو مرکزي شورا یوه مشر عبدالصبور توحیدي وویل، د یاد ولایت په مرکز او اته ولسوالیو کې حکومتوالي تر وروستي بریده کمزورې شوې او یاد وضعیت سیمهییزو چارواکو ته د فساد پراخې زمینې برابرې کړي دي.
ده پر حکومت غږ وکړ چې که د نورستان حکومتوالۍ ته پام ونهشي، یاد ولایت به ډېر ژر سقوط وکړي.
ښاغلي توحيدي زیاته کړه:
"تقریباً په دې ۲۷ کالونو کې زه نهپوهېږم چې نورستان ولایت د افغانستان په جغرافیه کې شامل دی که نه؟ یو داسې ولایت چې د هغه اداري واحدونه تر نن ورځې پورې یو له بل سره تړلي نهدي. یو داسې ولایت چې برېښنا، سړک، روغتیايي چارې او داسې نور چې د خلکو حیاتي مسئلې دي، دا ولایت ځیني محروم دی."
د غونډې ګډونوالو دا هم وویل چې د دغه ولایت چارواکي د وړتیا له مخې نه بلکې د معاملو له مخې مقررېږي.
دوی دا هم وویل چې د دې ولایت په حکومتي ادارو کې د اکثرو کارکوونکو کاري او مسلکي ظرفیتونه ټیت دي، حال دا چې دا ولایت ګڼ شمېر لوستي، پوه او وړ ځوانان لري خو کارونو پسې سرګردانه دي.
په دې اړه د افغانستان سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د نورستان په ګډون د هېواد ټول وروسته پاتې ولایتونه د حکومت په پراختیایي پلانونو کې شامل دي.
د دې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده ازادي راډیو ته وویل:
"حکومت او سیمهییز ارګانونه د هېواد هېڅ ولایت ته، د شپږمې ګوتې په حیث نهګوري. نورستان ولایت له دې ولایتونو څخه استثنا نهدی. افغان وزیرانو د نورستان په ګډون ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړل، کوم کارونه چې نورو ولایتونو ته شوي نورستان ته هم شوي دي او خصوصاً وروسته پاتې ولایتونو ته."
دا لومړی ځل نهدی چې د نورستان اوسېدونکي هغه ولایت کې له اداري فساد، د امنیتي ځواکونو له کموالي او د پراختیايي پروژو له نهپلي کېدو او داسې نورو شکایت کوي بلکې پخوا تر دې هم ورته شکایتونه شوي وو.
راپور: خان محمد سیند