د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

يوه امريکايي جنرال فارس خلیج کې د ایران پر تحرکاتو انتقاد وکړ


په منځني ختيځ کې د امريکايي قواوو يو مهم قوماندان وايي، ايران په فارس خليج کې ځينې پاروونکي اعمال ترسره کوي او دا خطر شته چې په ځينو حالاتو کې دغه تحرکات له کنټروله ووځي.

دغه وتلي قوماندان د سې شنبې په ورځ په فارس خليج کې امريکايي کښتيو ته د ايران د ګزمې کښتيو پر نېږدې کېدو سخت انتقاد وکړ.

د ايراني کښتيو په دغسې يوه مانور کې د امريکا د سمندري قواوو يوه کښتۍ مجبوره شوه، د خبرداري ډزې وکړي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووتل د امريکا په دفاع وزارت يا پنټاګون کې خبريالانو ته وويل، په دغسې مواردو کې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب سمندري قواوې دخيلې دي چې د اندېښنې وړ مسئله ده او کولاى شي وضعيت خطرناک کړي.

ووتل: هغه څه چې دلته وینو دادي چې ایران مسؤلانه عمل نه کوي.
ووتل: هغه څه چې دلته وینو دادي چې ایران مسؤلانه عمل نه کوي.

​ښاغلی ووتل وايي:

"هغه څه چې دلته وينو دا دي چې ايران مسؤلانه عمل نه‌کوي، د دوى اعمال پاروونکي او خطرناک دي او داسې وضعيت ايجادولاى شي چې تر کنټرولولو مخکې يې ښايي ځينې پېښې وشي."

د امريکا متحده ايالات د فارس په خليج کې سمندري ځواکونه لري چې په وروستيو کې په پرله‌پسې ډول د ايران د ګزمې له کښتيو سره مخامخېږي، يو وار خو ايرانۍ کښتۍ د امريکا سمندري ځواکونو د يوې کښتۍ ١٨٣ مترۍ ته لا نېږدې شوې وه، په ساحه کې د امريکا يوې بلې کښتۍ هوايي ډزې وکړې.

که څه هم امريکايي کښتۍ څو وارې دغې ايرانۍ کښتۍ ته د مخابرې د لارې خبردارى ورکړ، خو دغو خبرداريو ته پام ونه‌شو او امريکايي کښتۍ د رسام مرمۍ فير کولو ته مجبوره شوه.

امريکايي جنرال جوزېف ووتل وايي، د ايران رژيم په دې توګه غواړي په سيمه کې بې‌ثباتۍ ته لمن ووهي.

دی زیاتوي:

"زما په نظر په دې کار کې د ايران خلک دخيل نه‌دي، دا د ايران رژيم او د دې رژيم غوښتنه ده چې دغه ډول اقدامات وکړي، دا په سيمه کې د بې‌ثباتۍ د ايجاد يوه هڅه ده."

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ دغه وتلي قوماندان جنرال ووتل د ايران د تحرکاتو په وړاندې د امريکايي قواوو چلند وستايه او ويې‌ويل چې د امريکا قواوو په مسؤلانه او مسلکي ډول عکس‌العمل وښود.

ووتل د ايران د تحرکاتو په وړاندې د امريکايي قواوو چلند وستايه.
ووتل د ايران د تحرکاتو په وړاندې د امريکايي قواوو چلند وستايه.

هغه زياته کړه د ايران متعارف سمندري ځواکونه په دغسې تحرکاتو کې دخيل نه‌دي، خو د سپاه پاسداران انقلاب سمندري ځواکونه د ټولو پاروونکو اقداماتو مسؤل دي چې دا اعمال غير مسلکي او غير مسؤلانه دي.

XS
SM
MD
LG