د افغانستان او پاکستان تر منځ تړلې لاره به سبا د پنجشنبې له ورځې پرانیستل شي.
پاکستاني ملېشه ځواکونه وايي، د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ په وروستۍ غونډه کې چې نن چهارشنبه له غرمې وروسته ترسره شوه مذاکرات بريالي شوي او افغان چارواکو د پاکستاني بیرغ سوځول غندلي او موافقهیې کړې چې د پولې پر سر به هره مياشت غونډه کوي.
په کوټه کې د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ په وروستۍ غونډه کې افغان چارواکو په خپله خاوره کې د پاکستاني بيرغ سوځېدل غندلي.
د ملېشه ځواکونو وياند وايي، تر دې غونډې وروسته د پاکستان لوړپوړو چارواکو نن د اګسټ پر ۳۱مه امر وکړ چې دا پوله دې د سپټمبر له لومړۍ نېټې پرانیستل شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنجشنبې له سهاره به د دوستۍ پر دروازه هر ډول لاريو او عامو خلکو ته د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د بولدک او چمن تر منځ دا دروازه د اګسټ پر اتلسمه وروسته له هغې د پاکستاني سرحدي ځواکونو لهخوا وتړل شوه چې وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه افغانان د پولې دروازې ته راغلي وو او د هندي صدراعظم نرېندرا مودي په ضد د پاکستانيانو د احتجاجي مظاهرې په غبرګون کې يې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او پاکستاني بېرغ تهيې اور واچاوه.
۱۴ ورځې د پولې تړل کېدو په چمن کې سلګونه هغه کانټينر لارۍ تم کړې وې چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تهيې مرستندویه سامانانونه وړل او په زرګونه هغه افغانانيې له ستونزو سره مخامخ کړي وو چې هره ورځ تر پولې اوړي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د کوټې ښار روغتونونو ته وړي.
د پولې تړل کېدو د دواړو غاړو تجارانو ته هم په ميلینونو کلدارې تاوان ور واړاوه.
د کندهار او شاوخوا سيمو تجاران وايي، دوو اوونۍ د پولې تړل کېدو يې د انګورو او خټکيو په لسګونو لارۍ تم کړې وې چې وايي، مېوې پهکې ورستې شوې او له املهيې د دوى د مېوو د سږنيو حاصلاتو ګټه وټه په اوبو لاهو شوه.
د ملېشه ځواکونو په خبرپاڼه کې ويل شوي چې افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو پر دې خبره هم موافقه کړې چې هره مياشت به د بولدک-چمن د دوستۍ پر دروازه غونډه کوي.