د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۹

وحید: پاکستان کې د مېشتو کډالو استازي ولسمشر غني سره ګوري


ټاکل شوې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازي نن ناوخته له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان نن ازادي راډیو ته وویل دغه پلاوی به له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د کډوالو ترڅنګ افغانستان ته د هغو وسله والو د کورنیو پر ستنېدو هم خبري وکړي چې له جګړو یې لاس اخیستی دی.

د افغانستان جنرال قونسل وايي چې دا مهال هره ورځ نږدې زر کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته ستنېږي.

XS
SM
MD
LG