د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

امنيت شورا د ننګرهار چارواکو ته نوې سپارښتنې کړي


د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، ملي امنیت شورا د دې ولایت امنيتي ځواکونو ته امر کړی چې د دولت وسله‌والو مخالفينو ځپلو لپاره د هوايي بریدونو او ځانګړو عملياتو لړۍ پراخه کړي.

د یاد ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل دغه سپارښتنې د امنيت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ د وېډیو کنفرانس له لارې د ننګرهار والي او امنيتي مسؤلينو ته وکړې.

عطاالله خوګیاڼي
عطاالله خوګیاڼي

ښاغلی خوګیانی وايي:

"د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حنیف اتمر د ننګرهار والي او امنيتي منسوبينو ته د وېډیو کنفرانس له لارې سپارښتنې وکړې چې په دې ولایت کې د داعش او طالبانو د ځپلو په موخه په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ګړنديتوب رامنځته کړي ترڅو ټول مخالفين تر بریدونو لاندې ونیول شي."

نوموړي وویل په دې وېډيويي کنفرانس کې امنيتي مسؤلینو د خپلو اړتياو پوره کولو لپاره ځينې وړاندیزونه هم له مرکزي مشرانو سره شریک کړل.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دولت وسله‌والو مخالفينو د ځپلو په موخه د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ د افغان او بهرنیو ځواکونو له‌خوا هوايي بریدونه هم وخت ناوخته ترسره کېږي چې په وینا يې په دغو هوايي بریدونو کې د دولت وسله‌والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال داعش وسله‌وال سخت وځپل شول، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا داسې راپورونه خپارل شول چې د دې ولایت څلور ولسوالۍ د داعش ډلې له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG