د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د یمن عدن ښار انتحاري حمله کې د وژل شویو شمېر ۵۴ تنوته ورسېد


د یمن په جنوبي ښار عدن کې په یوه بمي چاودنه کې ۵۴ تنه نوي ګمارل شوي حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د عدن ښار د عامې روغتیا چارواکي وایي، په هغه چاودنه کې چې دوو ښونځیو او یوه جومات ته نږدې شوې تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او نږدې اویا تنه ټپیان دي.

عیني شاهدان وايي، د چاودیدونکو موادو ډکه لارۍ هغې ودانۍ ته ننوتل چې د ښونځي او جومات ترڅنګ وه او هلته د دوی په خبره ډېر کسان راټول شوي و.

امنیتي چارواکي د برید کوونکي نوم احمد سیف یادوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د اعماق په نوم ویب پاڼه چې په داعش ډلې پوري اړوند بلل کېږي، ویلي چې دا برید د اسلامي دولت ډلې یوه غړی کړی ده چې د دوی په خبره شاوخوا شپیته تنه نوي استخدام شوي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د بې پوله ډاکټرانو ډله وایي، په عدن کې ددوی روغتون ته د وړل شویو مړو شمېر ۵۴ تنه دی.

په یمن کې حکومت او د سعودي عربستان په مشري ایتلاف د حوثي یاغیانو او هغو کسانو په وړاندي جنګېږي چې د پخواني ولسمشر پلویان دي.

ددغه هېواد کورنۍ جګړه د دې سبب شوه چې د داعش په څېر وسله والې ډلې د یمن جنوب ته ځان ورسوي.

د ملګرو ملتونو اداره او د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د هوایي بمبارۍ له پیلېدو سره چې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د حوثي یاغیانو د ځپلو په هدف پیل شوي، تر اوسه لږ ترلږه لس زره کسان وژل شوي دي.

په دغو جګړو کې شاوخوا درې میلیونه وګړي په هغه هېواد کې دننه له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

حوثي یاغیانو او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د یمن پلازمینه صنعا ونیوله او عبدالرابو منصور هادي حکومت یې چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل کېده، تیښتي ته مجبور کړ.

که څه هم د سعودي په مشري ایتلاف تر یوه حده وتوانېد چې حوثي یاغیان د یمن د جنوب په لور شاتګ ته مجبور کړي، خو په دې نه دي بریالي شوي چې په بشپړ ډول یې له پلازمینې او د یمن له شمالي برخو وباسي.

XS
SM
MD
LG