د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د ملي لوبډلو د جوړولو لپاره د پینګ پانګ سیالۍ روانې دي


د ښځینه او نارینه ملي لوبډلو د جوړولو لپاره د پینګ پانګ سیالۍ روانې دي.

د پینګ پانګ فدراسیون مرستیال عبدالحامد رسولي ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې په وروستیو کې به د نارینه لوبډلې غړي وټاکل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې ۱۵۰ نارینه او ښځینه لوبغاړو چې لویان او ځوانان په‌کې دي ګډون کړی چې له دې ډلې به ۶۰ د مختلفو عمرونو لرونکي لوبغاړي ترې ملي لوبډلو ته غوره شي.

د پینګ پانګ ملي لوبډلو لپاره دغه ټاکنیزې سیالۍ د تېرې شنبې په ورځ پیل شوي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG