د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

افغان لوبغاړو د موی تای سیالیو کې ۳ سیالۍ ګټلي


افغان لوبغاړو د موی تای په نړیوالو سیالیو کې چې په ټایلینډ هېواد کې روانې دي، درې سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې ده.

د افغانستان د موی تای د فدراسیون د رسنیو مسؤل علي ظفرعاطفي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغو سیالیو کې د افغانستان یوې شپږ کسیزې لوبډلې ګډون کړی چې پوره چمتوالی ورته لري.

ښاغلي ظفرهیله وښوده چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي او بریا به خپله کړي.

د ښاغلي ظفر په وینا چې دغه لوبې د اګسټ د میاشتې په ۲۶مه پیل او تر دوو ورځو پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG