د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

افغان کرکټ لوبډله به بنګله‎دېش سره نړیوالې لوبې وکړي


په پام کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د بنګله‎دېش له ټیم سره درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، دا پنځوس اوریزې لوبې به د سپټمبر په ۲۵مه، ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټو د بنګله‎دېش په کوربه‎توب ترسره شي.

په بیان کې د کرکټ بورډ مشرانو له قوله ویل شوي چې وايي، د افغانستان لوبډله د دې لوبو د لړۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان او بنګله‎دېش ملي لوبډلو تر منځ درې واړه لوبې به د بنګلدېش د میرپور ښار په شیربنګال لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG