د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

وردګ: افغان حکومت دې د پاکستان په وړاندې له جدیته کار واخلي


د افغانستان د قومي، سیاسي او مدني ټولنې فعالان وايي چې په هېواد کې پر اکاډمیکو او علمي مرکزونو ترورېستي بریدونه له اسلامي او انساني اصولو سره برابر نه‌دي.

د دغې ټولنې استازو د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې وسله‎وال مخالفین هڅه کوي څو د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په ناامنه کولو سره د ځوانانو د ودې او پراختیا مخه ونیسي.

یوې مدني فعالې حمیدې وردګ وویل، شواهد ښيي چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري او په دې برخه کې افغان حکومت باید له پوره جدیته کار واخلي.

وردګ وویل، شواهد ښيي چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري
وردګ وویل، شواهد ښيي چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري

اغلې وردګ زیاته کړه:

"د افغانستان خلکو توان ختم شوی دی زموږ غوښتنه له هغو سازمانونو څخه چې د نړیوال امنیت په برخه کې کار کوي دا ده چې پر پاکستان د ډیپلوماټیکو تحریمونو له لارې فشار راوړي چې دغه هېواد د ترورېزم د مبارزې په برخه کې رېښتینی رول ولوبوي."

د مدني ټولنې استازو په افغانستان کې پر امریکایي پوهنتون وروستۍ حملې ته په اشارې سره چې په ترڅ کې یې ۱۰ محصلین، یو استاد، درې پولیس او دوه امنیتي ساتونکي ووژل شول، زیاته کړه چې د دغو حملو طرحه کوونکي د افغانستان د ودې مخه نیسي.

د دوی په خبره اوس‎مهال د افغانستان په ځینو سیمو کې د ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي او لسګونه ښوونځي د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا سوځول شوي دي.

هغوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې د پوهنتونونو او ښوونځیو امنیتي تدابیرو لپاره جدي اقدامات وکړي او د وسله‎والو مخالفینو د کړغېړنو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

مدني فعال عتیق الله ځاځی
مدني فعال عتیق الله ځاځی

مدني فعال عتیق‌الله ځاځي د دغې اعلامیې یوه برخه داسې بیان کړه:

"دولت مسؤلیت لري چې د تعلمیي او تحصیلي مرکزونو امنیت ونیسي او هغه ښوونځي چې تړل شوي هغه بېرته د زده‌کوونکو پر مخ پرانیزې دغه‌راز هغه ښوونځي چې سوځول شوي هغه له سره ورغوي او زده‌کوونکو ته د پوهې او زده‌کړې زمینه برابره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د غور معارف رئیس صبغت‌الله اکبري رسنیو ته ویلي چې له څه مودې راهیسې د غور په پسابند ولسوالۍ کې ۱۷ ښوونځي تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د لوګر ولایتي شورا یوه غړي حسیب‌الله ستانکزي هم ویلي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د زرغون ښار لېسه چې څه باندې ۲۵۰۰ زده‌کوونکي لري، تړل شوې ده.

د "قلم لار" سازمان چې د افغانستان ښوونیز نظام د پراختیا په برخه کې کار کوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‎مهال د افغانستان په کچه شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین ډاډ ورکوي چې د ټولو ښوونیزو مرکزونو امنیتي تدابیر به ونیسي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان امنیتي ځواکونو دنده دا ده چې په هر ځای کې د تعلیمي مرکزونو او ښوونځيو امنیت ونیسي او د امکاناتو څخه په استفادې باید په دې برخه کې زیاته هڅه وکړي."

د افغانستان د قومي، سیاسي او مدني ټولنې فعالانو له زده‌کوونکو، محصیلنو او علمي کادرونو څخه وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي او اجازه ورنه‌کړي چې ترورېستان خپلو هدفونو ته ورسېږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG