د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

ټایم مجله: پنټاګون وسلې عراق او افغانستان ته لیږلي


ټایم مجله:

د امریکا چاپ ټایم مجلې یو مطلب لیکلی چې نوم یې دی: "پنټاګون د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې عراق او افغانستان ته لیږلي دي."

په‎دغه مطلب کې د یوې بریتانیا مېشتې غېر انتفاعي تحقیقاتي ډلې د یوه نوي راپور پر اساس لیکل شوي چې پنټاګون له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې څه باندې یو میلیون وسلې او مهمات عراق او افغانستان ته لیږلي دي.

ټایم د دغه راپور هغه برخه راخېستې چې وایي، لږ تر لږه ۹۴۹ زره او ۵۸۲ سپکې وسلې عراق او ۵۰۳ زره او ۳۲۸ وسلې یې د افغانستان سیمه ییزو ځواکونو ته ورکړي دي.

د دغو وسلو شمېر د هغو معلوماتو له مخې خپور شوی چې تحقیقاتي ډلې لاسته راوړي دي، خو د ټایم مجلې په باور که دا شمېره سمه وي، نو امریکا د افغانستان د امنیتي ځواکونو هر کس ته تر یوې ډېره سپکه ورکړې ده، ځکه د ناټو د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې خپور شو د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۳۳۵ زره وښودل شو.

ټایم وړاندې لیکي:

پنټاګون تراوسه د هغو سپکو وسلو شمېر نه‎دی ښودلی چې د عراق او افغانستان ځواکونو ته یې استولي دي، خو یاده تحقیقاتي ډله له یوه کال راهیسې توانیدلي چېدغه تخمیني شمېره ترلاسه کړي.

دغه تحقیقاتي ډله وایي، په خپلو ارزونو کې یې د پنټاګون د قراردادونو له لېستونو، حکومتي راپورونو او نورو دولتي قراردادونو څخه کار اخېستی دی چې ښیې د پنټاګون له‎خوا افغانستان او عراق ته د لیږل شوي سپکې وسلې ارزښت شاوخوا دوه اعشاریه شپاړلس میلیارده ډالره دی.

ټایم مجله لیکي:

د امریکا استخباراتي راپورونو او عیني شاهدانو دمخه ویلي وو چې د دغو وسلو ډېره برخه یې یا ورکه شوې او یا د جګړو پر مهال خرابه شوې ده.

ټایم د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د ۲۰۱۴ میلادي کال راپورته اشاره کړې چې په هغه کې پر پنټاګون انتقاد شوی وو چې افغانستان ته د لېږل شویو وسلو برخلیک ته پام نه‎کوي.

پرنسا لاتینا:

پرنسا لاتینا خبري سایټ بیا د افغانستان د روغتیا په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي:

څه باندې درې میلیونه افغانان روغتیایې خدماتو ته لاسرسی نه‎لري.

دغه سایټ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له قوله لیکي چې وایي، سره له‎دې چې اوس روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی ډېر شوی، خو په ټوله کې دغه خدمات په افغانستان کې ټولو خلکو ته نه رسیږي.

په مطلب کې راغلي:

د افغانستان پنځه ولایتونه د جګړو له کبله په ناوړه شرایطو کې دي او د دغو ولایتونو اوسیدونکي روغتیایې خدماتو ته لاسرسی نه‎لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په پام کې لري تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ټول هېواد کې ۳۷۹ روغتیایي مرکزونه فعال کړي.

د پرنسا لاتینا سایټ په خبره په افغانستان کې د عمر اوسط ۴۶ کاله دی او له هرو څلورو ماشومانو څخه یو یې تر پنځه کلنۍ دمخه د بېلابېلو ناروغیو له کبله مري.

XS
SM
MD
LG