د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

مهرداد: د جګړې پراخېدو سره ممکن د بندو ښوونځيو شمېر زیات شي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په دې هېواد کې د جنګړې پراخېدو له امله د دغه هېواد پوهنیز نظام زیان لیدلی او ممکن د تړل شویو ښوونځيو شمېر هم له پخوا ډېر شي.

د پوهنې وزارت که څه هم په دې هېواد کې د تړل شویو ښوونځيو دقیقه شمېره نه لري، خو وايي روانو نا امنیو پر ښوونیز نظام سخت اغېز کړی دی.

د یاد وزارت ویاند مجیب مهرداد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د نا امنیو زیاتېدو له امله ډېر کله ښوونځي تړل کېږي، خو د ده په خبره د پوهنې وزارت نشي کولای چې ټول بېرته پرانیزي.

نوموړی وايي، تېر کال ۷۰۰ ښوونځي د نا امنیو له امله تړل شوي وو خو ممکن سږ کال دا شمېره زیاته شوې وي.

هغه زیاته کړه:

"بدبختانه هغه ښوونځي چې تېر کال تړل شوي وو د جنګ ساحې د پراخېدو له امله نه دي خلاص شوي، په هره اندازه چې د جنګ جغرافیه پراخېږي په هماغې اندازه زموږ معارف زیان ویني او له بده مرغه د افغانستان د پوهنې وزارت په دې برخه کې هیڅ کار هم نه شي کولای."

مهرداد: په هره اندازه چې د جنګ جغرافیه پراخېږي په هماغې اندازه زموږ معارف زیان ویني.
مهرداد: په هره اندازه چې د جنګ جغرافیه پراخېږي په هماغې اندازه زموږ معارف زیان ویني.

ښاغلی مهرداد وایي چې د پوهنیز نظام او ښوونځیو د پراختیا لپاره د افغان حکومت ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له کابل څخه نیولې بیا تر لیرې پرتو ولایتونو پورې پر ښوونځیو حملې ډېرې شوي او د شته ګواښونو له امله ګڼ شمېر یې تړل شوي دي.

په دې وروستیو کې د نورستان او لوګر سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چی په دې ولایتونو کې یو شمېر ښوونځيو ته اور واچول شو او تر څنګ یې د یو شمېر نورو ولایتونو څخه د ښوونځيو بندیدو په اړه شکایتونه راپورته شول.

د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي د شنبي په ورځ وویل چې دوه ورځې مخکي د دې ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د زرغون ښار لیسه چې دده په خبره څه باندې دوه نیم زره زده کوونکي لري هم وتړل شوه.

په افغانستان کې د پوهنیز نظام د پراختیا په برخه کې د قلم لار په نوم فعاله ټولنه وايي چې د دوی د څېړنو له مخې دا مهال په دې هېواد کې شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونځي تړل شوي دي.

زابل کې د ناڅرګندو کسانو لخواپه بمونو الوځول شوی ښوونځی
زابل کې د ناڅرګندو کسانو لخواپه بمونو الوځول شوی ښوونځی

د دې ټولنې مسؤل عطاالله ویسا ازادي راډيو ته وویل دا ښوونځي یوازې د ناامنیو له امله نه بلکې یو زیات شمېر یې د فساد له امله هم غیرفعاله شوي.

هغه زیاته کړه:

تر اوسه پورې زموږ شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له زده کړو څخه محروم دي خو دوی دا شمېره دری میلیونه ښيي، د وزارت تېر چارواکي زموږ دا او د بندو ښوونځېو ارقام تاییدوي، خو پر واک ناست کسان د ضعف له امله هر څه پټوي که هر څومره خلک د عامه خدماتو څخه بې برخې کېږي دوی په خپلو کمزوریو پسې نه ګرځي."

ویسا:زموږ شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له زده کړو څخه محروم دي.
ویسا:زموږ شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له زده کړو څخه محروم دي.

په عین حال کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ځینو ښوونځيو څخه پوځي استفادې هم ښوونځېو ته د زده کوونکو د تلو مخه نیولې ده.

د رسمي ارقامو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ ښوونځي شته چې په کې نږدې اته میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

خو خلک او ځیني غیر دولتي ټولنې چې په افغانستان کې د پوهنې د پیاوړتیا په برخه کی کارکوي وایي، که ښوونځیوته جدي پام ونشي ممکن ګڼ شمېر نور ښوونځي هم وتړل شي او زرګونه زده کوونکي ښوونځوته له تګ څخه محروم شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG