د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

پر افغان امریکايي پوهنتون حمله کې د وژل شوي محصل کورنۍ عدالت غواړي


په کابل کې پر افغان ــ امریکايي پوهنتون باندې د حملې پرمهال د وژل شوي محصل زبیر کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.

د زبیر خپلوان وايي چې افغان امنیتي سرتېرو پر پوهنتون باندې د حملې پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې ناغېړي کړې ده.

په افغان امریکايي پوهنتون کې د وژل شوي محصل زبیر د کورنۍ غړي
په افغان امریکايي پوهنتون کې د وژل شوي محصل زبیر د کورنۍ غړي

په کابل کې پرامریکايي پوهنتون باندې د انتحاري او بیا وروسته ډلیزې حملې یو شمېر کورنۍ د ویر او غم پر ټغر کېنولې.

د پنجشنبې د شپې د پېښې د قربانیانو پلارونه، میندې او خپل خپلوان وژل شویو عزیزانو په بېلتون کې اوښکې تویه وي.

په افغان امریکايي پوهنتون کې د حملې پرمهال وژل شوی محصل زبیر
په افغان امریکايي پوهنتون کې د حملې پرمهال وژل شوی محصل زبیر

​زبیر مجرد و او هیله یې دا و چې له فراغت وروسته به واده کوي، خو خپلو ارزوګانو ته ونه رسېد او بې وخته مرګ یې هر څه په اوبو لاهو کړل.

د زبیر خپل خپلوان او دوستان د هغه د خصوصیاتو او کړو وړو کیسې کوي.

علی یما چې د زبیر له نېږدې دوستانو څخه دی د زبیر د اخلاقو په اړه داسې وویل:

"داسې څوک به نه وي چې له زبیر جانه خپه شوی وي، زبیر یو با اخلاقه هلک و، له خپلو خپلوانو دوستانو سره یې نرم او ښه چلند کاوه، زبیر یو پاک اوسپیځلی مسلمان و."

د زبیر د ترور مېړه ضیاالدین شمس وايي چې د افغانستان د خلکو دښمنان غواړي چې د افغانستان زېربنا چې ځوانان دي له منځه یوسي:

"د افغانستان د ښمنان غواړي چې افغان بچیان له تعلیم او درس څخه لیرې وساتي."

د زبیر پلار د زوی له مرګ وروسته سخت غمجن شوی او په اسانۍ سره خبرې نه شي کولای.

سلیمان چې د زبیر ورور دی، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، د زبیر په ژغورنه کې امنیتي ځواکونه په غفلت تورن کړل:

سلیمان ذاکر
سلیمان ذاکر

"یو ملګری چې ټپي شوی و، هغه کسه کوله کله چې زبیر په سینه باندې مرمۍ وخوړله، وینې یې ما ته را وپاشل شوې، خو څوک نه و وراغلي، څنګه کېدای شي، چې یو څوک په چمن کې پروت وي او تاسې یې نه وینئ، دا خپله د بې غوري په معنا ده."

خو په دې اړه د افغان امنیتي مسؤلینو ځوابونه څه دي؟

د افغانستان د کورنیو چار وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان امنیتي ځواکونو سینې سپر کړې او محصلین یې وژغورل.

صدیقي: افغان امنیتي ځواکونو سینې سپر کړې او محصلین یې وژغورل.
صدیقي: افغان امنیتي ځواکونو سینې سپر کړې او محصلین یې وژغورل.

هغه زیاته کړه:

"پولیس په خپل وخت د پېښې ځای ته رسېدلي، د قربانۍ په ورکولو سره په ډېر احتیاط او هڅو سره، سلګونه محصلین چې د پېښې په ځای کې و، هغوی یې ژغورلي دي."

د کورنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې، په دغه پېښه کې ۱۲ تنه چې اووه یې محصلین، دوه ساتونکي او درې پولیس دي، وژل شوي او ۴۴ تنه چې ۹ یې پولیس او نور د پوهنتون محصلین او کارکونکي دي، ټپیان دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې دا حمله د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه کې طرح شوې و او افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه کومې ډلې د دغې حملې مسوؤلیت نه دی منلی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG