د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د افغان حکومت مشرانو دوهم ځل لپاره سره ولیدل


د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو په دې وروستیو کې د رامنځته شویو اختلافونو نه وروسته پرون ماښام یوځل بیا سره ولیدل.

له دغې ناستې وروسته اجرائیه ریاست د ملي وحدت حکومت د مشرانو، د دوهمې لیدنې اړوند یوه اعلامیه خپره کړه.

که څه هم ویل کېږي په دې لیدنه کې د کومو ځانګړو اختلافي مسایلو د حل په باب کوم تفاهم نه دی شوی، خو د اجرائیه ریاست اعلامیه وايي چې په دغه لیدنه کې پر مهمو سیاسي قضیو خبرې وشوې او د ناستو پر دوام پرېکړه وشوه.

په اعلامیه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې د صمیمیت په فضا کې وشوه د هېواد مهمې سیاسي قضیې په یوه مثبته روحیه تر بحث لاندې ونیول شوې.

اعلامیه وايي چې ولسمشر غني په دغه لیدنه کې د ملي وحدت د حکومت د ستنو ټینګولو او د ګډ کار په ټینګار د هغو ننګونو او فرصتونو په باب خپل لیدلوری څرګند کړ چې د ملي وحدت حکومت په وړاندې پراته دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ملي وحدت د حکومت مشرانو په دغه ناسته کې موافقه وکړه چې د راتلونکې اوونۍ په ګډو ناستو کې به د سیاسي پرېکړه لیک په چوکاټ کې د چارو د ښه پرمخ بیولو په باب د تفاهم په خاطر په جدیت او لا تمرکز خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي پايو ټینګولو باندې خبرې وشوې.

فیصل: پرېکړه دا شوه چې په راتلونکو ورځو کې د بحثونو دا لړۍ دوام پیدا کړي
فیصل: پرېکړه دا شوه چې په راتلونکو ورځو کې د بحثونو دا لړۍ دوام پیدا کړي

هغه زیاته کړه:

"جمهور رئیس په دغه ناسته د ملي یووالي حکومت د سیاسي پايو پر ټینګولو باندې خبرې وکړې او لازمې د حل لارې یې په ګوتو کړې او بالاخره پرېکړه دا شوه چې په راتلونکو ورځو کې د بحثونو دا لړۍ دوام پیدا کړي او یوه اساسي نتیجه ترلاسه شي."

امریکا چې د افغانستان د عمده ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېږي، د ملي وحدت حکومت مشران وهڅول څو د هېواد چارې په ګډه پر مخ بوزي، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر، د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې په یوه خبري غونډه کې وویل؛ امریکا د افغانستان د ملي وحدت له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

له بلې خوا د حکومت د مشرانو خپل منځي اختلافونو د دغه هېواد سیاستمداران او عام خلک اندېښمن کړي.

د ولسي جرګې یوه غړي نذیر احمد احمدزي د ملي وحدت حکومت د مشرانو پر اختلافونو انتقاد وکړ او ازادي راډیو ته یې ویلي چې د دواړو مشرانو تر منځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه دي او دوی باید خپلو اختلافونو ته د حل مناسبې لارې پیدا کړي.

احمدزی: د دواړو مشرانو تر منځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه دي.
احمدزی: د دواړو مشرانو تر منځ روان اختلافونه د هېواد په ګټه نه دي.

نذیر احمدزی وایي:

"په افغانستان کې نا امني ورځ په ورځ زیاتېږي او ولسونه له تشویش سره مخامخ دي، نو له دواړو مشرانو نه زما هیله داده چې ملت دې دې ته نه مجبوروي چې سبا ملت راوچتېږي او غږ کوي چې تاسو دواړه په حکومتدارۍ کې ناکام شوي یاست او مهرباني وکړئ او استعفأ ورکړئ."

کارپوهان په دې باور دي چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه په امنیت، اقتصاد او سیاست ناوړه اغېز کوي.

خو د جمهوري ریاست ویاند دواخان مینه پال وایي چې په ډیموکراتیکو نظامونو کې اختلافونه یو طبیعي شی دی او د ښې حکومتپالنې په وړاندې به کوم خنډ رامنځته نه کړي.

XS
SM
MD
LG