د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

امریکا او ناټو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو له کاروونکو سره حساب کوي


امریکا ژمنه کړې چې له خپلو متحدانو سره په ګډه به د سوریې له رژیم او اسلامي دولت ډلې سره د کیمیاوي وسلو د هغو حملو په خاطر حساب کتاب وکړي چې ملګرو ملتونو مستندې کړې دي.

وروسته له دې چې په سوریه کې د کیمياوي وسلو د کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور جزئیات په رسنیو کې خپاره شول سپپنې ماڼۍ ژمنه وکړه چې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم او له داعش ډلې سره به د دې حملو په خاطر حساب کتاب وکړي.

د سپینې ماڼۍ امنیت شورا ویاند نېد پرایس «Ned Price» پرون وویل، اوس نو د سوریې رژیم لپاره ناممکنه ده چې پر خپلو خلکو په پرله‌پسې ډول د وسلې په توګه د صنعتي کلورین د کارولو له حقیقت څخه انکار وکړي.

پرایس وویل، متحده ایالات به له خپلو نړیوالو متحدانو سره ګډ کار وکړي څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لارې د اقدام په ګډون د لازمو ډیپلوماټیک مېکانیزمونو په وسیله د سوریې له رژیم سره حساب کتاب وکړي.

د سپینې ماڼۍ امنیت شورا ویاند د ملګرو ملتونو پر ټولو غړو او د روسیې او ایران په ګډون د اټمي وسلو د نه‌کارولو د کنوانسیون پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې په دې هڅو کې برخه واخلي.

د داعش ډلې وسله‎والو له یوه ډول کیمیاوي زهري ګاز څخه د وسلې په توګه کار اخیستی دی.
د داعش ډلې وسله‎والو له یوه ډول کیمیاوي زهري ګاز څخه د وسلې په توګه کار اخیستی دی.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي دي چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ځواکونو په سوریه کې لږ تر لږه دوه ځلې د کیمیاوي وسلو په وسیله حملې کړي او د داعش ډلې وسله‎والو له یوه ډول کیمیاوي زهري ګاز څخه د وسلې په توګه کار اخیستی دی.

د ملګروملتونو د څېړنو له مخې د سوریې پر تالمینیس «Talmenes» ښار د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت او پر سارمین ښار د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د اسد رژیم د هلیکوپټرو له‌خوا کلورین ګاز شیندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، اسلامي دولت یا داعش یوازینۍ ډله ده چې د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې یې د شمالي ولایت حلب په ماریا «Marea» ښارګوټي کې د زهر لرونکي سلفر په وسیله د حملو توان، ظرفیت، انګېزه او وسایل لري.

د شمالي ولایت حلب په ماریا «Marea» ښارګوټي کې د زهر لرونکي سلفر په وسیله د حملو توان، ظرفیت، انګېزه او وسایل لري.
د شمالي ولایت حلب په ماریا «Marea» ښارګوټي کې د زهر لرونکي سلفر په وسیله د حملو توان، ظرفیت، انګېزه او وسایل لري.

که څه هم د ملګرو ملتونو څېړونکي توانېدلي وو چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د درې حملو پلان جوړوونکي تشخیص کړي خو ویې نه‌شو کړای چې د دې ډول شپږو نورو حملو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند ښاغلي پرایس وویل، د ملګرو ملتونو راپور ټولو هېوادونو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې په یوه غږ د دې ډول کرغېړنو جنایاتو ستونزه حل او دا په ډاګه کړي چې د کیمیاوي وسلو کارول د زغم وړ نه‌دي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه د روانې اګست میاشتې په دېرشمه د دې راپور په اړه بحث وکړي.

فرانسې او برېټانیا چې د امنیت شورا دایمي غړي دي ویلي دي چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د اقداماتو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG