د ایټالیا په مرکزي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۴۰ تنو ته ورسېد.
په دې پېښه کې نېږدې ۳۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د ایتالیا صدراعظم ماتیو رینزي تېره ورځ وویل، دا وروستۍ شمېرې نهدي.
نوموړي دا پېښه له درده ډکه وبلله.
ښاغلي رینزي وویل:
"دا یو داسي وخت دی چې موږ باید اوښکي تویې کړو او داسې شېبه ده چې باید د ټولو لپاره دعا وکړو. د درناوي او درد شېبه ده."
لا هم ډېر کسان د زلزلې له امله تر ورانو شویو ځایونو لاندې دي.
پرون د مرکز روم په شمال ختیځ کې سخته زلزله وشوه چې شدتیې ۶.۲ درجې ښودل شوی دی.
په دې زلزله کې تر ډېره د اکومولي، اماتریچي، پوستا او ارکواتیا دي ټرونټو ښارونه ډېر ځپل شوي دي.