ترکي ټانکونو او د انقرې په ملاتړ سوري ياغيانو د سوريې په شمال کې وروسته له هغه پرمختګ کړی دی چې ترکي او د امریکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو پولي ته نېږدې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد نظامي عملیات وکړل.
دا عمليات نن د اګسټ په څلرويشتمه پيل شول. په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر مرستيال جو بايډن هم انقرې ته سفر کوي او هلته له رسېدو وروسته سمدستي يې د ترکېې د پارلمان له رئيس اسماعيل قهرمان سره ليدلي.
ټاکل شوې وه، بايډن به د ترکېې له ولسمشر رجب طيب اردوغان او د دې هېواد له صدراعظم بن علي يلدرم سره وويني.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو او ترکي ځواکونو له سوريې سره په سرحدي سيمه کې د داعش ډلې پر ضد نظامي عمليات کړي دي.
د دغو حملو په نتيجه کې د ترکېې په ملاتړ سوري ياغيانو او ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې پرمختګ کړی دی.
يوه امریکايي چارواکي چې له بايډن سره يو ځای ترکي ته سفر کوي، نن خبريالانو ته ويلي چې واشنګټن او ترکېه د پلان په اړه سره همږغي دي.
امریکا او اروپا د ناکامې کودتا له هڅو وروسته د ولسمشر اردوغان د مخالفينو پر ځپنه خپل اعتراض څرګند کړی دی.
اردوغان ويلي، له واشنګټنه د ترکېې د هغې غوښتنې موضوع به د خبرو مهمه برخه وي چې فتح الله ګولن بايد ترکې ته وسپاري.
ترکېې پر امریکا مېشتې ترکې مذهبي مشر فتح الله ګولن د کودتا د هڅو تور پورې کړی دی.
واشنګټن ويلي چې په کودتا کې د ګولن د لاس لرلو په اړه شواهد غواړي. ګولن د ترکېې د حکومت تورونه رد کړي دي.
خو اردوغان د اګسټ په څلرويشتمه ويلي چې بايډن ته به ووايي، امريکا هيڅ پلمه نه لري او ګولن بايد ترکېې ته وسپاري.
يوه بله موضوع چې ټاکل شوې ده انقرې ته د بايډن د یوه ورځني سفر پر مهال ورباندې بحث وشي، د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد په مبارزه کې د سوريې د کرد جنګياليو رول دی.
د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چارشنبې په ورځ په انقره کې په يوه کنفرانس کې په دې اړه وويل:
"موږ به د امریکا د ولسمشر مرستيال ته بيا ووايو. په همدې حال کې موږ پنځه اتيا پکجونه ورلېږلي دي «امريکا ته د ترکې د قضا وزارت د فتح الله ګولن په اړه اسناد ليږلي دي.» موږ به د جولای د پنځلسمې د ناکامې کودتا د هڅو سره اړوندو معلوماتو اسناد ورلېږو. خو ترکې او امریکا دوه ستراتيژيک ملګري هېوادونه دي."
واشنګټن د سوريې کرد جنګياليو ملاتړ کوي او د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلاف مهم ملګري يې ګڼي.
خو انقره پر دغو کرد جنګياليو تور پورې کوي چې په ترکېه کې د کردستان کارګر ګوند له ياغيانو سره تړاو لري.
همدا راز له روسيې سره د اړيکو سمولو لپاره د ترکېې هڅې زياتې شوي خو په نتيجه کې يې د ترکېې او ناټو هېوادونو اړيکې خرابې شوي. ټاکل شوې بايډن به په دې اړه هم خبرې وکړي.