د "بیا نوي کېدو وړ انرژۍ" د شرکتونو ټولنه او د جرمني د "جی، ای، زیډ" دفتر وايي، افغانستان هر کال د ۱۲۲ زره مېګاواته برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ د شرکتونو د ټولنې مشر کابل خان تدویر نن چهارشنبه په مزارشریف کې رسنیو ته وویل چې د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ څخه استفاده کولای شي افغانستان د برېښنا د لېږدونې په یوه لوی هېواد تبدیل کړي.
هغه وویل:
"افغانستان له دې امکاناتو څخه چې د برېښنا د تولید په برخه کې یې لري او که پرې پانګونه وکړي کولای شي چې د کال ۱۲۲ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي او نورو هېوادونو تهیې واستوي."
ښاغلی تدویر وايي، افغانستان کولای شي په مختلفو برخو لکه باد او د ښاري کثافاتو څخه نېږدې سل زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
د کابل خان په خبره افغانستان ۴۷۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړټیا لري او دا هېواد له خپلو امکاناتو څخه په استفادې نهیوازې خپله اړتیا پوره کولای شي، بلکې له سلو زرو مېګاواټو ډېره برېښنا بهر ته لېږدولی شي.
هغه وویل، که افغانستان پر بیا نوې کېدو وړ انرژۍ باندې پانګونه وکړي، بهر تهیې د لېږد د عوایدو له امله خپل ۴۵ سلنه مالي اړتیاوې پوره کولای شي.
هغه وویل چې یوازې په کابل، جلالاباد، هرات، کندهار او بلخ کې د ښاري کثافاتو څخه په استفادې ۲ زره مېګاواټه برېښنا په یوه کال کې تر لاسه کېږي.
کابل خان د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ د تولید په اړه وویل:
"زموږ په هېواد کې له باد، اوبو او کثافاتو څخه برېښنا تولید کېدای شي او دا نېږدې ۵ زره مېګاواټه برېښنا چې اړتیا ده هغه هم چمتو کولای شي او تر څنګیې یوازې ښاري کثافات په لویو ښارونو کې د برېښنا اړتیا مو پوره کوي."
همداراز د اوبو او انرژۍ وزارت د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ د څانګې مشر عبدالجمیل مصلح په دې نظر دی چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان په دې ونهتوانېد چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ په تولید کې پانګونه وکړي.
هغه وویل اوس حکومت هڅه کوي، ترڅو د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ په تولید سره خلکو ته د کار زمینه مساعده کړي.
هغه وویل:
"که په دې برخه کې پانګونه شوې وای، نهیوازې به مو له بهر څخه برېښنا نه را انتقالوله بلکې موږ به بهر ته برېښنا لېږدوله او خلکو ته هم د کار زمینه مساعده کېدله."
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت هم اعلان کړی چې ډېر ژر به په کور دننه د برېښنا د تولید لپاره په مختلفو ولایتونو کې د اوبو بندونه جوړ کړي او هڅه به کوي چې د داخلي برښنا د تولید سطح لوړه کړي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی