د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

عظیمي: د "برېښنا خدمتونو تنظیم قانون"د پانګونې د جلب لامل شوی


د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، "د برېښنا خدمتونو د تنظیم قانون" پلي کول به پانګوال وهڅوي چې په دې برخه کې پانګونې وکړي.

یاد وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې اته کورنیو او بهرنیو کمپنیو ته د برېښنا په برخه کې د پانګې اچونې په مقصد جوازونه ورکړي دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د برېښنا خدمتونو د تنظیم قانون پلي کولو، په هېواد کې د برېښنا د متوازنې او چټکې پراختیا لپاره مناسبې زمینې برابرې کړي دي.

عبدالبصیر عظیمي
عبدالبصیر عظیمي

هغه زیاته کړه:

"خوشبختاته دغه قانون دا زمینه برابره کړه چې له دې سره سم خصوصي پانګوال کولای شي چې د انرژۍ په سکټور کې پانګې واچوي، موږ تر اوسه توانېدلي یو چې د انرژۍ په سکټور کې د پانګې اچونې په مقصد ۸ کمپنیو ته جواز ورکړو."

د برېښنا خدمتونو د تنظیم قانون، کال مخکې په ۱۲ فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح شوی دی.

دغه قانون له طبیعي منابعو څخه د برېښنا تولید، د برېښنایي خدمتونو د کمیت او کیفیت ښه والي، د برېښنا پراختیا، اقتصادي ودې او د هېواد په کچه د برېښنا د تنظیمولو لپاره ترتیب شوی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان له خپلو مختلفو منابعو څخه د ۳۱۰ زرو مېګاواټو برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري، حال دا چې اوس‌مهال د دې هېواد ۷۵ فیصده برېښنا وارداتي ده.

په ورته وخت کې ځینې کارپوهان وايي،حکومت دې د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو سره، په دې برخو کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې اجازه نه‌ورکوي.

د دې کارپوهانو له ډلې فاروق اعظم وايي، حکومت دې هڅه وکړي چې د بهرنیو مرستو جلبولو او د اوبو د مهارولو لپاره، کورنیو پانګوالو ته زمینې برابرې کړي.

فاروق اعظم: د ازاد بازار اقتصاد چې اوس عملي دی، دا د دولت لویه اشتباه ده.
فاروق اعظم: د ازاد بازار اقتصاد چې اوس عملي دی، دا د دولت لویه اشتباه ده.

هغه زیاته کړه:

"دا ډېره حساسه خبره ده، بهرنیو کمپنیو ته زموږ د برېښنا ورکول چې راشي دلته سرمایه‌ګذاري وکړي او بیا یې په لوړو بیو زموږ پر خلکو خرڅوي، زموږ خلک دا تحمل نه‌لري، د ازاد بازار اقتصاد چې اوس عملي دی، دا د دولت لویه اشتباه او د اساسي قانون یوه ډېره ضعیفه نقطه ده."

په ورته وخت کې ځیني اقتصادي کارپوهان وايي، د برېښنا مناسب تنظیم، د پلانونو پلي کولو، پیاوړې ارادې او عملي کارونو ته اړتیا لري.

تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د برېښنا د تولید کافي منابع لري او په کار ده چې په اقتصادي پراختیا کې ځینې، سمه ګټه واخیستل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG