د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

کراچۍ کې په "ARY" ټلوېزیون د حملې په تور د "MQM" دفتر وتړل شو


پرون دوشنبې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د متحده قومي غورځنګ سلګونه غړو د "اې آر واى" په نامه د يوه شخصي ټلوېزیون پر دفتر بريد کړى چې د اخ و ډب په نتيجه کې يو تن وژل شوى او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

پېښه وروسته له هغې شوې چې د دې ګوند مشر الطاف حسين له لندنه غونډې ته په وينا کې د خپل ګوند غړي دې کار ته وپارول.

رېنجر ځواک تر دې پېښې وروسته د دې ګوند مرکزي دفتر تړلى او د دې ګوند څو مشران‌يې نيولي دي.

په کراچۍ ښار کې د زيات نفوذ لرونکي ګوند متحده قومي غورځنګ مشران او سلګونه غړي له تېرو پنځو ورځو راهيسې د کراچۍ پرېس کلب څنګ ته ناست وو او د خپلو ځينو ملګرو د نيول کېدو په ضد يې د لوږې اعتصاب کاوه، پرون دوشنبې د دې ګوند مشر الطاف حسين له لندنه يوې غونډې ته وينا کوله چې د ګوند زرګونه غړو يې په‎کې ګډون کړى وو.

په دې ولسي غونډه کې د پاکستان په ضد شعارونه ورکړل شول او الطاف حسين په‎ خپله وينا کې د خپل ګوند غړي وپارول چې د «اې آر واى» او «سماء» په نامه د شخصي ټلوېزیونونو پر دفترونو بريد وکړي او د سې شنبې په ورځ د سند ايالت لوى مأموريت يا سېکرټریټ وتړي.

تر دې سمدستي وروسته د متحده قومي غورځنګ سلګونه غړي د کراچۍ ښار په "صدر" سيمه کې د "اې آر واى" ټلوېزیون پر دفتر ورغلل، د دروازو ښيښې، ټلوېزیونونه او کمپيوټرونه‌يې مات کړل او د ټلوېزیونو کارکوونکي يې يرغمل وساتل چې په پاى کې يې له پوليسو سره نښته وشوه.

د سند اعلى وزير د اطلاعاتو مشر مولا بخش چانډيو وايي، د پاکستان په ضد شعارونه ورکول د هيڅ‌چا له‎خوا نه‌شي زغمل کېداى.

چانډيو وايي، د پاکستان په ضد شعارونه ورکول د هيچا له‎خوا نه شي زغمل کېداى.
چانډيو وايي، د پاکستان په ضد شعارونه ورکول د هيچا له‎خوا نه شي زغمل کېداى.

ښاغلي چانډيو زیاته کړه:

"پر چېنلونو او د رسنيو پر دفتر په دومره شدت سره حمله خطرناکه خبره ده او تر دې خطرناکه خبره د پاکستان په ضد خبرې او شعارونه دي چې دا د ټول مملکت لپاره د پرېشانۍ خبره ده، په داسې حال کې سياسي معاملات په‎ خپله ځاى خو چې څوک قانون په ‎خپلو منګولو کې اخلي جرم کوي قانوني چلند به ورسره کېږي چې د پاکستان پر خاوره «مرګ پر پاکستان» شعارونه ورکول کېږي دا خو مقبوضه کشمير نه‌دى، داسې نارې دلته نه‌شي زغمل کېداى."

د پوليسو په وينا په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او ۱۵ تنه په‎کې ټپيان دي چې په هغوى کې پوليس عسکر او د ځينو نورو رسنيو کار کوونکي هم شامل دي.

د کراچۍ رېنجر ځواک تر دې پېښې وروسته د کراچۍ په پرېس کلب کې د متحده قومي غورځنګ د مرکزي پارلمان غړى فاروق ستار او د سند اسمبلۍ غړى خواجه اظهار الحسن ونيول او د ښار په يوه بله سيمه کې يې د دې ګوند يو بل غړى عامر لياقت چې په ټلوېزیونونو کې د مذهبي او تفريحي پروګرامونو کوربه پاتې شوى- هم ونيو او دوى ټول‌يې د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځانه سره بوتلل.

ورسره سم رېنجر ځواک د کراچۍ په "عزيزاباد" سيمه کې د متحده قومي غورځنګ مرکزي دفتر چې په "ناين زيرو" مشهور دى-پوخ وتاړه او ورسره‌يې د دې ګوند د مطبوعاتو څانګه او ويب‎پاڼه هم وتړله.

پوليس وايي، له دې دفتر يې وسله هم ترلاسه کړې ده.

د کراچۍ د رېنجر ځواک مشر مېجر جنرال بلال اکبر وايي، د پاکستان د پوځ لوى درستيز ورته امر وکړ چې د "اى آر واى" ټلوېزیون پر دفتر په بريد کې لاس لرونکي ټول کسان ونيسي.

ښاغلي اکبر زیاته کړه:

"د پوځ مشر راته امر کړى چې چا هم په پرونۍ پېښه کې لاس لرلى وي ټول به ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. په پروني کېمپ کې چې څوک ناست وو او له بهره کېدونکې وينا يې اورېدله او بيا يې نارې وهلې د دوى وېډيو جوړه شوې موږ به‌يې وپېژنو چا چې د پاکستان په ضد خبرې کړې دي قانوني چلند به ورسره وشي."

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د خپل هېواد په ضد د متحده قومي غورځنګ پر شعارونو ژوره خواشيني څرګنده کړه او رسنيو ته په لېږلي پيغام کې يې وويل چې د پاکستان د استقلال او برم سپکاوى به ونه زغمي او هغه څوک به ونه بخښي چې د پاکستان په ضد يې خبرې کړي يا يې شعارونه ورکړي دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG