ټاکل شوې چې د افغانستان د درېیو زونونو تر منځ د کرکټ سیالۍ جوړې شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې د کابل، ننګرهار او خوست د اتو غوره لوبډلو تر منځ پیلېږي.
د نوموړي په خبره چې یادې لوبې به دوه او څلور ورځنۍ وي چې د لوبډلو چمتووالی ورته سر له اوسه پیل شوی دی.
د یادونې ده چې یاد ټورنمینټ به د روانې سنبلې میاشتې په شپاړسمه نېټه پیل او اته ویشت ورځې به دوام وکړي.