د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

اردوغان: د غازیان تپې ښار خونړۍ حمله یوه ماشوم کړې وه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لومړنیو تحقیقاتو د نتیجو پر بنسټ وویل د دې هیواد په جنوب ختیځ کې هغه انتحاري حمله چې له پنځوسو زیات کسان‌یې ووژل یوه ماشوم کړې وه.

دا حمله وړمه شپه د غازیان تپې ښار «Gaziantep» په شاهین بای «Sahinbey» سیمه کې د واده په مراسمو کې وشوه چې له د وژل شویو تر څنګ لسګونه نور کسان‌یې ټپیان کړل.

ښاغلي اردوغان پرون په استانبول کې یوې خبري غونډه ته د وینا پر مهال د دې برید د تلفاتو په اړه وروستي معلومات هم ورکړل.

اردوغان: د غازیان تیپې په شاهین بای سیمه کې د واده پر مراسمو په حمله کې ۹۴ کسان هغه مهال ټپیان شول
اردوغان: د غازیان تیپې په شاهین بای سیمه کې د واده پر مراسمو په حمله کې ۹۴ کسان هغه مهال ټپیان شول

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"د غازیان تپې په شاهین بای سیمه کې د واده پر مراسمو په حمله کې ۹۴ کسان هغه مهال ټپیان شول چې یوه انتحاري برید کوونکي چې عمر یې د ۱۲ او ۱۴ کلونو تر منځ و، یا خپله ځان الوزولی او یا د کوم بل‌چا په وسیله الوزول شوی دی. د ټپیانو له ډلې څخه ۶۹ کسان تر دې دمه له روغتون څخه رخصت شوي او نور لا هم په روغتونونو کې دي چې د ۱۷ کسانو حالت نازک دی. فکر کوم چې ۵۱ کسان وژل شوي دي."

تر اوسه پر غازیان تپې چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د سوریې سرحد په ۶۴ کېلو مټره واټن کې پروت دی د حملې مسؤلیت هېڅ ډلې نه‌دی منلی.

دا حمله په ترکیه کې دننه د مخالفو سیاسي ګوندونو او د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو له‎خوا غندل شوې ده.

ولسمشر اردوغان د دې حملې په اړه چې سږ کال په ترکیه کې تر ټولو خونړۍ وه، پر پخوانیو معلوماتو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دا د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‎خوا ترسره شوې حمله وه.

ولسمشر اردوغان د دې حملې په اړه چې سږ کال په ترکیه کې تر ټولو خونړی وه
ولسمشر اردوغان د دې حملې په اړه چې سږ کال په ترکیه کې تر ټولو خونړی وه

اردوغان وايي:

"د څېړنو مقدماتي نتایج دا حقیقت په ډاګه کوي چې دا حمله د داعش ډلې له‎خوا ترسره شوې ده. موږ ته معلومه ده چې داعش په غازیان تپې کې یو سازمان درلوده یا دا چې د ځان لپاره‌یې د یوه ځای د موندلو هڅه کوله."

اردوغان زیاته کړه چې د دې ډول حملو هدف په ترکیه کې د قومي او مذهبي نفاق پراخول دي خو ده ټینګار وکړ چې ترکان به د یوه ملت په توګه یو موټی پاتې شي او ترکیه به د داعش پر ضد داسې ودرېږي لکه د ناکامې کودتا په وړاندې چې ودرېدل.

د اردوغان اشاره د جولای د پنځلسمې نېټې د کودتا هڅې ته وه.

د ترکیې جنوب ختیځ چې ډېری وګړي یې کردان دي، له تېر یوه کال راهیسې د هغو مرګونو حملو ډګر دی چې ګومان کېږي د کرد بېلتون‌پالو او داعش ډلې له‎خوا ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG