د ترکیې چارواکي وايي، په غازي عنتاب ښار کې د وروستۍ خونړۍ حملې د وژل شویو کسانو شمېر پنځوسو ته لوړشوی دی.
په دغه حمله کې چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د واده پرمراسمو وشوه او چارواکي د ځان وژونکې حملې شک پرې کوي، په لسګونو نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي دولت ډله داعش د دغې حملې مسؤله بللې ده.
چارواکو وویل، ګومان کوي دا به یوه ځانوژنکې حمله وه چې تېره شپه د ترکیي په جنوب ختیځ سوریې پولې ته نږدې په غازي عنتاب ښارکې وشوه.
چاودنه د خلکو په هغه ګڼه ګوڼه وشوه چې د باندې په سړکونو کې یې د واده په مراسمو کې نڅاګانې کولې.
مخکې په دې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر دیرش تنه او د ټپیانو ۹۴ تنه ښودل شوی و.
د ترکیې د روغتیا وزیر رجب اقداګ چې د ټپیانو لیدوته روغتون ته ورغلی و، وویل:
"ډېرکسان ټپیان شوي، د ټپیانو شمېر بدلېږي ځکه برسیرن ټپیان رخصت شوي دي."
د غازي عنتاب والي علي یرلیکایا دا یوه تروریستي حمله یاده کړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په امریکا کې د مېشت خطیب فتح الله ګولین چې هغه په ترکیه کې د ناکامۍ کودتا مسؤل بللی، د ډلې، د منع کړای شوي د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK او داعش ترمنځ چې ښایي، د غازي عنتاب حمله یې ترسره کړي وي، ترمنځ هیڅ توپیرنشته.
اردوغان وویل، زموږ هېواد او خلک د هغو لپاره چې پرموږ حمله کوي یوازې یو پیغام لري او هغه داچې تاسو به بریالي نشی.
د راپورونو له مخې د واده په دغو مراسمو کې ډېرو کردانو ګډون کړی و.
د ترکیې دوګان خبري اژانس د راپور له مخې د ناوې او زوم اصلي ټاټوبي د کردستان ختیځ لوري ته د سیرت سیمه و چې هلته د جګړو له امله دوی کډه کولو ته اړ شوي و.
د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې دواړه په دې پېښه کې ټپیان شوي او په روغتون کې بستري شوي، خو روغتیایي وضعیت یې خطرناک نه دی.
د پېښې یوه عیني شاهد ابراهیم اوزدیمیر رویترز اژانس ته وویل:
"زموږ دوستان او ګاونډيان په دې ځاى کې وو، موږ خفه او دردېدلي يو، دا ظالمانه بريد و، موږ د دغسې ډله ييزو وژنو ختمېدل غواړو، موږ په خاص ډول ښځو او ماشوماو مو درد ليدلى دى."
کرد پلوي د کردستان د خلکو ډموکراتیک ګوند وویل، یوشمېرغړیو یې په واده کې ګډون کړی و.
د ترکیې ولسمشر وویل، له دا ډول حملو هدف په ترکیه کې د مختلفو ډلو لکه، عربانو، کردانواو ترکمنانو ترمنځ د اختلافاتو ښودنه او د قومي او مذهبي کرکو ته لمن وهل دي.
دغه حمله وروسته له هغې کېږي چې د ترکیي صدراعظم بن علي یلدیریم وویل چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ترکیه د سوریې د کورنۍ جګړې د هواري په هڅو کې له دې زیات فعال رول ولوبوي.
له ډېرې مودې راهیسې ترکیه په دې تورنه ده چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر راپورته کېدو یې سترګې پټې کړي دي.
انقرې چې دغه تورونه یې رد کړي، وروسته له هغې د سخت دریځو وسله والو پرضد جدي اقداماتو ته مخه کړې چې په خاوره کې یې حملې وشوې.